ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيت شورا پلاوی د ننګرهار د هسکې مېنې له خلکو سره د ولسمشر ژمنې څېړي

د امنيت شورا پلاوی د ننګرهار د هسکې مېنې له خلکو سره د ولسمشر ژمنې څېړي

author avatar
4 Nov 2019 - 17:25
د امنيت شورا پلاوی د ننګرهار د هسکې مېنې له خلکو سره د ولسمشر ژمنې څېړي
author avatar
4 Nov 2019 - 17:25

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د امنيت شورا يو پلاوی ننګرهار ته په دې موخه تللی څو د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د وروستي مرګوني ځانمرګي بريد د قربانيانو له کورنيو سره د ولسمشر ژمنې چې عملي شوې او کنه، وڅېړي.

دغه پلاوی د لړم په ۱۳مه په جلال اباد ښار کې د دغه ولايت له چارواکو او د شينوارو له قومي مشرانو سره وليدل او په دې برخه کې یې له شوو پرمختګونو ځان خبر کړ.

د پلاوي مشر او د امنيت شورا د دفتر رياست سلاکار سرور احمدزي په يو خبري کنفرانس کې وويل، دلته يې له راتګه موخه د جودرې پېښې له قربانيانو سره د ولسمشر د ژمنو تعقيب دی.

هغه زياته کړه، په پلاوي کې ورسره د شاوخوا لسو هغو وزارتونو معينان هم ملګري دي چې د ولسمشر د ژمنو پر بنسټ به د جودرې له خلکو سره مرستې کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د راتګ بله موخه يې د ځايي خلکو او ولايتي ادارې ترمنځ د اړيکو رامنځته کول دي چې د دغو پروژو په تطبيق کې په ګډه او په مشورو کار وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، له ولسمشر سره د هسکې مېنې، په ځانګړې توګه د جودرې سيمې د خلکو په ۴۲ مواردو کې ستونزې شريکې شوې، د ټولو د حل سپارښتنه يې کړې چې ځينې يې په عاجل ډول عملي شوې، ځينو ته لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ شوي دي.

دی وايي، هڅه کوي چې د خلکو د ژوند ښه کولو په موخه په ولسواليو کې امنيت تامين کړي چې دا لړۍ تر ۲۱ ولسواليو غځېدلې، امنيت يې تر پخوا ښه شوی او له دې وروسته په کې د بيارغونې پروګرامونه پيلېږي.

قومي مشرانو ويلي، ولسمشر ورسره بېلابېلې ژمنې کړې خو تر اوسه يې ډېرې کمې عملي شوې دي.

د دوی په استازیتوب قومي مخور محمد اصف شينواري وويل، د شينوارو خلک تر بل هر څه امنيت ته ډېره اړتيا لري چې د شينوارو په شپږو ولسواليو کې بايد د ټولو امنيتي ځواکونو د همغږۍ او يوې قوماندې لپاره د ګډو ځواکونو يوه قرارګاه او لوا رامنځته شي.

هغه زياته کړه، نورې غوښتنې يې چې نن يو ځل بيا له راغلي پلاوي سره شريکې کړې، د جګړو پر مهال د ړنګو شوو کورونو، ښوونځيو، سړکونو او نورو عامه تاسساتو بيارغونه، د خلکو بېرته تګ لپاره د زمينې برابرول او د روغتيايي ستونزو حل دی.

دغه راز بل قومي مشر قاري محب وويل، په تېرو څلورو کلونو کې د جګړو له امله شينواري سخت ځپل شوي، کورونه، جوماتونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او سړکونه يې ړنګ شوي چې بايد بېرته ورغول شي.

دغه راز دی وايي، د جګړو پر مهال د شينوارو ځنګلونه هم وهل شوي او قاچاق شوي دي، اوس بايد حکومت د دغو ځنګلونو د بيا احیا لپاره د سيمې خلکو ته تخمونه، نيالګي او نورې اسانتياوې برابرې کړي چې خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي او ځنګلونه هم بېرته ورغول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.