ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ژورنالېزم له پوهنځي یو فارغ ځوان په مزارشريف کې جوار پلوري

د ژورنالېزم له پوهنځي یو فارغ ځوان په مزارشريف کې جوار پلوري

author avatar
4 Nov 2019 - 14:36
د ژورنالېزم له پوهنځي یو فارغ ځوان په مزارشريف کې جوار پلوري
author avatar
4 Nov 2019 - 14:36

مزارشريف (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د بلخ يو اوسېدونکی چې د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، د بېکارۍ له امله اوس په مزارشريف ښار کې پر کراچۍ جوار پلوري.

سيد عمر د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې څلور مياشتې وړاندې د کندهار له پوهنتونه فارغ شوی دی.

نوموړی د اته کسيزې کورنۍ سرپرست دی چې پلار يې د زړه ناروغي لري او دمګړۍ په پېښور کې تر درملنې لاندې دی.

سيد عمر په مزارشريف ښار کې د پژواک له خبريال سره د زړه خواله کړي او ويلي يې دي چې په تېرو څه باندې درېیو مياشتو کې يې د وظيفې موندلو لپاره ډېرې دروازې وټکولې خو په خبره يې چې چا کار ورنه کړ.

هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو پر مهال يې دا فکر نه کاوه چې له فراغت وروسته به لاسي کراچۍ چلوي او جوار به خرڅوي.

سيد عمر په داسې حال کې چې په چپ لاس يې د تندي خوله پاکوله او په ښې لاس يې جوار پخوال پژواک ته وويل: ((په کور کلي کې خلک هر ډول خبرې راپسې کوي چې دغه هلک ۱۶ کاله زده کړې وکړې، پلار يې پرې لګښت وکړ، خو اخر کې راغی او د جوارو رېړۍ ته ودرېد.))

نوموړي زياته کړه چې له خپل اوسني کاره ډېر راضي نه دی خو باور لري چې له سختو ورځو وروسته به اساني هم پرې راځي.

هغه وايي چې د دولتي او خصوصي دندې موندلو لپاره يې ډېره هڅه وکړه خو چې پيدا نه شوه نو مجبور شو چې کراچۍ واخلي او جوار خرڅ کړي.

سيد عمر وويل چې ګاونډيانو به يې پلار ته د پيغور په ډول ويل چې په زوی دې لګښت وکړ او پوهنتون دې پرې ولوست خو اوس رېړۍ چلوي.

نوموړي په موسکو شونډو وويل چې پلار ته مې قناعت او د ښه راتلونکي په پار مې ډاډه ورکړ.

له پوهنتونه دغه فارغ شوی ځوان وايي چې د اته کسيزې کورنۍ سرپرست دی او په خبره يې چې پلار يې د زړه ناروغي لري او دمګړۍ په پېښور کې تر درملنې لاندې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.