ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په یوه محکمه کې یوه سړي خپله مېرمن پر چړې وژلې

د کابل په یوه محکمه کې یوه سړي خپله مېرمن پر چړې وژلې

author avatar
5 Nov 2019 - 08:43
د کابل په یوه محکمه کې یوه سړي خپله مېرمن پر چړې وژلې
author avatar
5 Nov 2019 - 08:43

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): د کابل ښار د دويمې حوزې په محکمه کې یوه سړي خپله مېرمن د چاقو په وسیله وژلې او اوس دغه قضیه او محکمې ته د چاقو دننه کېدو څرنګوالی د پولیسو تر څېړنې لاندې دي.

مدافع وکیله مېرمن نجلا راحیل چې تېره ورځ د یادې پېښې پر مهال په محکمه کې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل: «شاوخوا یوه بجه وه، د محکمې په انګړ کې وم، غوغا شوه چې یوه مېرمن د خپل خاوند له خوا د محکمې په انګړ کې ووژل شوه، پوښتنه مې چې وکړه، د طلاق موضوع وه، خاوند یې لومړی د خپلې مېرمنې پر مدافع وکیل برید کړی، خو مدافع وکیل یې له مخې لرې کړی او بیا یې په خپله مېرمن د چاقو ګوزار کړی او وژلې یې ده.»

د همغه ښخې او یاد خاوند د معلومات په له مخې دواړه د خوست ولایت اوسېدونکي وو او یاده مېرمن، په کابل ښار کې "زنان برای زنان " د امن په کور کې اوسېده.

راحيل زیاته کړه، د پوښتنې وړ موضوع دا ده چې د مېرمنې خاوند څنګه توانېدلی څو له ځان سره د محکمې انګړ سره چاقو دننه کړي.

د "زنان برای زنان" امن کور له مسوولانو سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه؛ خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د کابل ښار د دويمې حوزې په محکمه کې د یوه سړي له خوا د خپلې مېرمنې وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل چې د دې ښځې خاوند نیول شوی او داخل ته د چاقو د وړلو څرنګوالی هم تر څېړنې لاندې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.