ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په کندهار کې د پیازو حاصل درې برابره ډېر شوی

سږ کال په کندهار کې د پیازو حاصل درې برابره ډېر شوی

author avatar
5 Nov 2019 - 11:25
سږ کال په کندهار کې د پیازو حاصل درې برابره ډېر شوی
author avatar
5 Nov 2019 - 11:25

کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): کروندګر او ځايي چارواکي وايي چې په کندهار کې د تېر کال په پرتله د پيازو په حاصلاتو کې درې برابره ډېروالی راغلى چې پاکستان او هند ته په پراخه کچه صادرېږي.

د کندهار ډنډ، دامان، ژېړۍ او پنجوايي هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو په کې ډېر پیاز کرل شوي دي.

کروندګر هم د پیازو له حاصلاتو او هم له ښه بازار څخه راضي دي.

د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر محمد امین پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې هم دلته پیاز کرل کېدل چې ښه حاصلات یې لرل خو بازار یې نه درلود.

دی زیاتوي، دا چې تېر کال اورښت زیات و، سږ کال هم د کیفیت او هم د کمیت له پلوه د پیازو حاصلات ډېر دي.

د ده په خبره، د خوښۍ خبره دا ده چې سږ کال له دې سربېره چې د پيازو حاصلات ډېر دي خو په کور دننه او بهر ښه مارکېټ لري.

د دامان ولسوالۍ یوه کروندګر محمد افضل هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال هم د پیازو حاصلات ډېر شوي او هم ډېر ښه مارکېټ لري.

دی وايي، سږ کال یو جال پیاز چې شاوخوا دوه منه کېږي، په شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ پلوري خو تېر کال یې همدومره پياز په ۱۰ یا ۱۵ افغانیو پلورل.

د ده په خبره، ډېر پیاز پاکستان ته صادرېږي خو یوه اندازه یې کابل او نورو ولایتونو ته هم ځي.

دی وايي، دغه حالت کروندګر خوشحاله کړي دي؛ ځکه د تېر کال وضعیت هغوی د پیازو له کرلو زړه توري کړي وو.

خو د ده په خبره، د پيازو د حاصلاتو د لا ښه کېدو، ساتنې او پایدار مارکېټ لپاره یو لړ کارونو ته اړتیا ده چې دولت یې باید تر سره کړي.

دی وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د مېوې ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شوې خو د ساتنې لپاره یې هېڅ راز اسانتیا نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.