ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران: د افغان حکومت له استازو پرته د سولې په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوو

ايران: د افغان حکومت له استازو پرته د سولې په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوو

author avatar
5 Nov 2019 - 13:59
ايران: د افغان حکومت له استازو پرته د سولې په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوو
author avatar
5 Nov 2019 - 13:59

 

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): ايران وايي چې د افغان سولې په تړاو په هغو غونډو کې ګډون نه کوي چې په کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه لري.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى او د سويلي اسيا د څانګې مشر سيد رسول موسوي پرون د بهرنيو اړيکو ستراتيژيکې شورا ته کړې دي.

په دې ناسته کې د يو شمېر نورو ديپلوماتو ترڅنګ په ايران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال هم ګډون کړى و.

موسوي زياته کړه، په مسکو کې د افغانستان سولې په تړاو ترسره شوې غونډه کې ايران ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو رد یې کړه.

د مسکو په ياده ناسته کې چې د چين، پاکستان، روسيې او امريکا ځانګړو استازو برخه اخيستې وه، د امريکا او طالبانو او بين الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو غوښتنه يې کړې وه.

موسوي زياته کړه، تهران ته د افغان سولې په تړاو په دوو ناستو کې چې په مسکو او بجینګ کې شوې وه، د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دوى رد کړه.

دى وايي: ((د ايران حکومت د افغان سولې په تړاو په هغو ناستو کې ګډون نه کوي چې افغان حکومت استازي په کې نه وي.))

د ايران د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي د افغان سولې په تړاو د امريکا د حکومت پلان رد کړ او ادعا يې وکړه چې د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د امريکا د سولې لپاره د يوه (خطرناک نوښت) په لټه کې و، خو د ټرمپ لپاره وځنډول شو.

نوموړي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د خليلزاد د تازه هڅو او يو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په اړه ويلي، له ناټو او نورو اروپايي هېوادونو له ځانګړو استازو سره له ليدنو کتنو وروسته دوى د افغان سولې لپاره ١٧ ماده ييزه پرېکړه ليک خپور کړ، خو دا د خليلزاد له طرحې سره توپير لري.

خو هغه په ډاګه کړه، اوس چې د افغان سولې په محتوياتو کې بدلونونه راغلي، ايران چمتو دى، په دې برخه کې په راتلونکي کې له پاکستان، چين، روسيې او امريکا سره په ګډو غونډو کې برخه واخلي.

موسوي ټينګار کړى چې د افغان سولې پروسې د عملي کولو لپاره لازمه ده چې لومړى اوربند وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.