غزني ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د کال له پيله په دغه ولايت کې د ماين چاودنو او موټربم بريدونو له امله ٧٢ ملکي وګړي وژل شوي او ١٨٧ نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٤مه په مرکز غزني کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه په لويو لارو کې د ماين چاودنو له امله ٤٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٦١ نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په همدې موده کې د موټربم بريدونو له امله ٣٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١٢٦ نور ټپيان شوي دي.
د نوري د معلوماتو له مخې< دغو کسانو ته د يادو بريدونو له امله په مرکز، اندړو، واغظ، ده يک، ګيلان، مقر او خواجه عمري ولسواليو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده تور پورې کړ چې دغه ماينونه او موټربم بريدونه د طالبانو لi خوا ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل: ((زموږ ځواکونه په عملياتو کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي، څو ملکي خلکو ته کومه ستونزه پيدا نه شي.))
دغه راز په دې اړه د غزني د اندړو ولسوالۍ د نياز کلا اوسېدونکي عبدالعليم پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په دې سيمه کې پر ملکي خلکو دوه د سړک غاړې ماين چاودنې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن