ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: کندوز ته دې ملکي الوتنې پیل شي

خلک: کندوز ته دې ملکي الوتنې پیل شي

author avatar
5 Nov 2019 - 16:24
خلک: کندوز ته دې ملکي الوتنې پیل شي
author avatar
5 Nov 2019 - 16:24

کندوز ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د کندوز ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي چې دغه ولايت ته د خصوصي هوايي شرکتونو د الوتنو نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې بايد اړوند مسوولين دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د یادې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې دغه ولايت ته خصوصي هوايي شرکتونو خپل پروازونه بند کړي دي.

هغه وايي: ((د لارې ډېره برخه نا امنه ده، پروازونه هم نشته، خلک په مشکل کې دي، حکومت بايد دغه مشکل حل کړي.))

دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې کندوز ولايت يو زون دى، خو له تېرو څو کلونو راهيسې خصوصي هوايي شرکتونه ورته الوتنې نه لري.

دى وايي چې د لارو په اوږدو کې وسله وال طالبان ولاړ وي، خلک په ارام زړه د ځمکې له لارې سفر نه شي کولاى، نو اړينه ده چې بايد الوتنې پيل شي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه څو ځلې مسوولينو ويلي چې دغه مشکل حل کوي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.))

په ورته وخت کې د کندوز د سوداګرو اتحاديي رييس سيد مجتبى هاشمي پژواک ته وويل چې د الوتنو نه شتون سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((لاره نا امنه ده، زموږ سوداګر نه شي کولاى د ځمکې له لارې سفر وکړي، حکومت بايد پر خصوصي شرکتونو فشار راوړي، څو خپل پروازونه دغه ولايت ته پيل کړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

په دې اړه د کندوز د هوايي ډګر امر ګل اغا اميري پژواک ته وويل چې دغه هوايي ډګر په اساسي ډول جوړ شوى او هر ډول الوتکې په کې ښکته او پورته کېداى شي.

ګل اغا وايي: ((پخوا زموږ رنوې دوه زره متره وه خو اوس ٢٤٦٩ مترو ته اوږده شوې ده، زموږ د رنوې عرض هم ٤٥ متره دى، پارګينګ لرو او ترمينل هم لرو، يعنې د پرواز لپاره زموږ هر څه اماده دي.))

د نوموړي په وينا، د هوايي چلند ادارې ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به له دغه هوايي ډګره خصوصي شرکتونه هم خپل پروازونه پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.