د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال په ختيځ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوې دي

سږ کال په ختيځ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوې دي

Nov 05, 2019 - 14:31

جلال اباد (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دغه زون کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوې چې د تېر په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی.

دوی که څه هم وايي چې د پېښو د ثبت کچه د تېر په پرتله زياته شوې؛ خو وايي، د عامه پوهاوي په زياتوالي سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی دی.

مسوولينو دا څرګندونې د لړم په ۱۴مه د ننګرهار د ښځو چارو رياست له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ښځو چارو رييس فتانې عزيز وويل، دا ورځ هر کال د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نومبر په ۲۵مه نېټه نمانځل کېږي او هڅه کېږي چې د عامه پوهاوي په زياتوالي سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم کړي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په تېرو اوو مياشتو کې دلته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۹۱ قضيې ثبت شوې چې په کې له کوره د تېښتې، جبري ودونو، فزيکي تاوتريخوالي، رواني تاوتريخوالي او نورې شاملې دي.

هغه د دغو ټولو ستونزو تر شا د فقر موجوديت لويه پديده ګڼي او وايي، دغه رياست هڅه کوي چې د عامه پوهاوي لوړولو ترڅنګ د کورنيو د اقتصادي پرمختګ لپاره هم بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی راکم شي.

بلخوا په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره صبرينا حميدي هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له موجوديته اندېښمنه ده خو وايي، له پخوا تاوتريخوالی ځکه راکم شوی چې د خلکو پوهاوی زيات شوی دی.

مېرمن حميدي وايي، د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې ورسره د ختيځو څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان اړوند ۲۲۰ قضيې ثبت شوې چې د پېښو د ثبت لوړ ګراف ترې څرګندېږي.

خو هغه وايي، اوس په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او دا چې پر عدلي او قضايي ارګانونو د مېرمنو باور زيات شوی او له خپلو حقونو خبرې شوې نو د ستونزو پر مهال عارضې کېږي چې د پېښو د ثبت کچه ورسره لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي مرستياله حبيبه کاکړ هم وايي چې د پخوا په پرتله اوس د مېرمنو له لوري پر عدلي او قضايي ارګانونو باور زيات شوی او هرکله چې له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ کېږي، نو خپلې ستونزې له عدلي او قضايي ارګانونو، بشري حقونو او ښځو چارو رياست سره ثبتوي.

هغې ډاډ ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي هره قضيه په ډېر دقت سره څېړل کېږي او مېرمنو ته يې خپل حقونه ورسېږي او له تاوتريخوالي خلاصېږي.

په دې غونډه کې د مرکز جلال اباد ښار سربېره د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو مېرمنو هم ګډون کړی او دا ډول غونډې يې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره غوره وګڼلې.

له ډلې یې حناء پژواک اژانس ته وويل، دا ډول غونډې ځکه ډېرې ګټورې دي چې عامه پوهاوی ورسره زياتېږي، مېرمنې خبرېږي چې څه حقونه لري او د تاوتريخوالي پر مهال بايد له کومې لارې خپل حق ترلاسه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement