د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال په کندهار کې د پیازو حاصل درې برابره ډېر شوی

سږ کال په کندهار کې د پیازو حاصل درې برابره ډېر شوی

Nov 05, 2019 - 11:25

کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): کروندګر او ځايي چارواکي وايي چې په کندهار کې د تېر کال په پرتله د پيازو په حاصلاتو کې درې برابره ډېروالی راغلى چې پاکستان او هند ته په پراخه کچه صادرېږي.

د کندهار ډنډ، دامان، ژېړۍ او پنجوايي هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو په کې ډېر پیاز کرل شوي دي.

کروندګر هم د پیازو له حاصلاتو او هم له ښه بازار څخه راضي دي.

د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر محمد امین پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې هم دلته پیاز کرل کېدل چې ښه حاصلات یې لرل خو بازار یې نه درلود.

دی زیاتوي، دا چې تېر کال اورښت زیات و، سږ کال هم د کیفیت او هم د کمیت له پلوه د پیازو حاصلات ډېر دي.

د ده په خبره، د خوښۍ خبره دا ده چې سږ کال له دې سربېره چې د پيازو حاصلات ډېر دي خو په کور دننه او بهر ښه مارکېټ لري.

د دامان ولسوالۍ یوه کروندګر محمد افضل هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال هم د پیازو حاصلات ډېر شوي او هم ډېر ښه مارکېټ لري.

دی وايي، سږ کال یو جال پیاز چې شاوخوا دوه منه کېږي، په شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ پلوري خو تېر کال یې همدومره پياز په ۱۰ یا ۱۵ افغانیو پلورل.

د ده په خبره، ډېر پیاز پاکستان ته صادرېږي خو یوه اندازه یې کابل او نورو ولایتونو ته هم ځي.

دی وايي، دغه حالت کروندګر خوشحاله کړي دي؛ ځکه د تېر کال وضعیت هغوی د پیازو له کرلو زړه توري کړي وو.

خو د ده په خبره، د پيازو د حاصلاتو د لا ښه کېدو، ساتنې او پایدار مارکېټ لپاره یو لړ کارونو ته اړتیا ده چې دولت یې باید تر سره کړي.

دی وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د مېوې ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شوې خو د ساتنې لپاره یې هېڅ راز اسانتیا نشته.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې سړې خونې جوړې کړي، څو کروندګر په کې خپل کرنیز محصولات وساتي څو له خرابېدو یې وساتي او په مناسب وخت کې یې په مناسبه بیه وپلوري.

دغه راز هغه د ناروغیو په مخنیوي او په نورو تخنیکي برخو کې هم د دولت مرستې مهمې ګڼي.

د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو د حاصلاتو کچه د تېر په پرتله درې برابره ډېره ده.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک اژانس ته وویل، د کندهار په دامان، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې پر ۱۵زره هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي چې د کال تر پايه به ورڅخه ۶۰زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه، د تېر په پرتله د پيازو بیه هم لوړه ده؛ ځکه ښه مارکېټ لري او ډېره برخه یې پاکستان ته صادرېږي.

د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې نوموړي وویل چې د کرنې وزارت یو لړ پروګرامونه او پلانونه لري څو کروندګرو ته اسانتیاوې ډېرې شي او سړې خونې جوړې کړي.

د یادونې ده، په کندهار کې په دې وروستیو کې د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ د پیازو کرلو ته ډېر پام اوښتی چې حاصلات یې هم ښه دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په تېرو کلونو کې د پاکستان ترڅنګ ان هندوستان ته هم په زرګونو ټنه پياز صادر شوي او سږ کال هم دغه لړۍ روانه ده.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله پاکستان ته زرګونه ټنه پیاز صادر شوي چې ټولیزه اندازه او ارزښت به یې د صادارتو د لړۍ تر ختمېدو وروسته په ډاګه شي.

په کندهار کې په تېر ژمي کې د ډېر اورښت له امله سږ کال دغلته کرنیز حاصلات ډېر ښه و او د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د تېر په پرتله په کې ۳۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement