پل علم (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې هغه لرغوني ځايونه او مقبرې بيارغول کېږي چې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
په دې اړه د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالرحمن تسل د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولايت بې شمېره لرغونې سيمې او مقبرې لري، خو د تېرو پرله پسې جګړو، طبيعي پېښو او د غير مسلکي کيندنو له امله ويجاړې شوې دي.
هغه وايي: ((په تېرو څو کلونو کې چا يې د جوړولو لپاره توجه نه ده کړې، خو موږ د يوه منظم پلان له مخې غواړو چې لرغوني ځايونه او مقبرې ورغوو.))
دى زياتوي چې د دغه پلان له مخې دا مهال د مرکز اړوند د ملک سبزعلي مقبرې او په بره کي برک ولسوالۍ کې د عبدالقادر مقبرې د ترميمولو چارې روانې دي.
د هغه په وينا، دغه دواړه مقبرې ٨٥٠ کاله قدامت لري چې پر بيا جوړولو يې پنځه ميليونه افغانۍ لګول کېږي.
د تسل د معلوماتو له مخېؤ په دغه ولايت کې ١٨ داسې لرغوني ځايونه او مقبرې شته چې تاريخي لرغونتوب يې په هېواد کې د اسلامي دورې پيل ته رسېږي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د مس عينک لرغوني ښارګوټي په څېر نور مهم تاريخي ځايونه هم لرو، خو د امنيتي مشکلاتو او قاچاقبرو له وېرې نه شو کولاى چې نومونه يې واخلو.))
دغه راز په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات پژواک ته وويل چې حکومت په تېرو ١٨ کلونو د لرغونو ځايونو بيارغونې او ساتنې ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.
هغه وايي: ((ډېر تاريخي اثار قاچاق شوي دي، تېر کال د خروار ولسوالۍ په کافرکوټ او د بره کي برک ولسوالۍ په سجاوند سيمو کې غير قانوني کيندنې روانې وې، داسې به ډېر نور ځايونه هم وي.))
بل لور ته د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېر لرغوني اثار د طبيعي پېښو له امله ويجاړ شوي دي.
خو دى وايي: ((که چېرې اطلاعات او کلتور وزارت وغواړي، بيارغونه يې وکړي، موږ حاضر يو چې امنيت يې ونيسو.))
د يادونې ده، د لوګر ترڅنګ د هېواد په نورو سيمو کې هم لرغوني اثار په غير قانوني او غير فني ډول کيندل کېږي او بيا نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن