ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“جلال اباد کې د ښځو لپاره جوړ شوی ځانګړی مارکېټ دې ژر پرانیستل شي”

“جلال اباد کې د ښځو لپاره جوړ شوی ځانګړی مارکېټ دې ژر پرانیستل شي”

author avatar
6 Nov 2019 - 14:16
“جلال اباد کې د ښځو لپاره جوړ شوی ځانګړی مارکېټ دې ژر پرانیستل شي”
author avatar
6 Nov 2019 - 14:16

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸):  ننګرهار کې يو شمېر ښځې غوښتنه کوي چې د جلال اباد ښار د ښځو په بڼ کې جوړ شوی ځانګړی مارکېټ دې ورته پرانيستل شي.

د دغه مارکېټ د جوړېدو چارې د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۶مه نېټه پيل شوې وې او چارواکو ژمنه ورکړې وه چې تر شپږو مياشتو به ورغول شي، له ټاکلې نېټې کال اوښتی خو لا هم ياد سوداګريز مارکېټ نه دی پرانيستل شوی.

د معلوماتو له مخې، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بي بي سايرې د ښځو په بڼ کې د ښځو سوداګرو لپاره دغه ځانګړی مارکېټ د هندوستان هېواد د پنځه اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په مالي مرستې رغول شوی دی.

حبيبه جبارخېل چې د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لاسي صنايعو يو کوچنی شرکت لري، پژواک ته وويل، د دغه مارکېټ پرانيسته به يې د توليداتو د بازارموندنې لپاره ښه ځای شي، خو وايي، اوس د مارکېټ کارونه بشپړ شوي هم دي خو بيا يې هم پرانيسته نه کېږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې ياد مارکېټ دې ژر تر ژره پرانيستل شي چې له يوې خوا مېرمنو ته کار پیدا شي او له بل پلوه هغه مېرمنې چې په بازار کې د سودا اخيستو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي، دلته په ارام سره سودا وکړي.

د صبرينا په نوم يوه بله صنعتکاره مېرمن هم ورته غوښتنه لري او وايي، دغه مارکېټ د مېرمنو د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره ګټور ځای دی.

هغه وايي، چارواکي، په ځانګړې توګه د ښځو چارو رياست هره ورځ له دوی سره د مارکېټ د پرانيستې غولوونکې ژمنې کوي خو د کال په تېرېدو هم دغه مارکېټ نه دی پرانيستل شوی.

خو د ننګرهار د ښځو چارو رييسه فتانه عزيز وايي چې ياد مارکېټ به ډېر ژر د مېرمنو پر مخ پرانيستل شي.

دې پژواک ته وويل، په دغه مارکېټ کې سل دوکانونه په نظر کې نيول شوي چې ګڼو مېرمنو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د مارکېټ د برېښنا سيستم او د رنګ په برخه کې لږ کارونه پاتې دي چې مسوولينو ورته ډاډ ورکړی څو په راتلونکو څو ورځو کې به تر بشپړېدو وروسته دوی ته تسليم او رسماً به یې پرانيسته وکړي.

هغې دا هم وويل چې سر له اوسه ورسره ګڼو مېرمنو دلته د دوکانونو فعالولو او د خپلو لاسي صنايعو او نورو د خرڅلاو لپاره د زمینې برابرولو ژمنې کړې دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي، له ولايتي ادارې او جلال اباد له ښاروالۍ يې غوښتنه کړې ده چې د ښار په نورو ناحيو کې هم د ښځو د ځانګړي بڼ او مارکېټ لپاره ورته د ځمکې ورکړې زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.