ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱ برجونه پرانیستل شول

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱ برجونه پرانیستل شول

author avatar
6 Nov 2019 - 16:31
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱ برجونه پرانیستل شول
author avatar
6 Nov 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱ برجونه پرانیستل شول چې ۲۱۱۰ کیلو ولټ امپیر ظرفیت لري او دوه زره کورنیو ته برېښنا ورکولی شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس امان الله غالب د دغو برجونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په دې پروژې باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د افغانستان برېښنا شرکت د پراختیايي بودیجې له خوا ورکړل شوى دى.

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د ده سبز ولسوالۍ دغه ۱۱ برجونو ۲۰۰۰ کورنیو او یوې دیني مدرسې ته چې نږدې  ۱۰۰۰ تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، برېښنا ورکولی شي.

سرچينه زياتوي، د دې پروژې کار د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري په میاشت کې د دغه شرکت د ساختماني چارو ریاست له لوري پیل شوی و، چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشت کې بشپړ شو.

سرچينې د کابل برېښنا رئیس عبدالاحد بارکزي له قوله لیکلي: "د ده سبز ولسوالۍ په څېر به د برېښنا چارو او پروژو د بشپړاوي کارونه له ټاکل شوي پلان سره سم په نورو ولسوالیو او سیمو کې هم دوام ولري."

امان الله غالب په دغې غونډه کې ویلي، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا پروژې کار په شمالي ولایتونو کې په چټکۍ روان دی، د ۱۰۰۰ مېګاواټو په ظرفیت د برېښنا چارې به د ۲۰۲۰زېږدیز کال تر پایه بشپړې شي.

هغه زیاته کړې، له ترکمنستان څخه د دې برېښنا را لېږد سره به د هېواد په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه را کمه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.