ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت د «مېک» له سپارښتنو ۳۳ سلنه په بشپړ ډول پلې کړې دي

پوهنې وزارت د «مېک» له سپارښتنو ۳۳ سلنه په بشپړ ډول پلې کړې دي

author avatar
6 Nov 2019 - 16:51
پوهنې وزارت د «مېک» له سپارښتنو ۳۳ سلنه په بشپړ ډول پلې کړې دي
author avatar
6 Nov 2019 - 16:51

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې «مېک» له هرو ۱۱ سپارښتنو څلور په بشپړ ډول، درې ۵۰ سلنه او دوه ۲۵ سلنه پلې کړې دي.

دغې کمېټې له ۱۳۹۶ کال راهیسې پوهنې وزارت کې د اداری فساد د زیانمننو په اړه څلور راپورونه مخکې او پنځم راپور یې نن خپور کړ.

د مېک د څېړنې څانګې مشرې معصومې يعقوبي وویل چې دغې کمېټې په ۱۳۹۶ کال کې په پوهنې وزارت کې د سمونو او اصلاحاتو په موخه ۱۱۳ سپارښتنې کړې وې.

هغه وایي چې له دغو سپارښتونو تر اوسه ۳۷ په بشپړ ډول، ۳۳ پنځوس سلنه او ۱۸ پنځه ویشت سلنه پلې شوې دی.

هغه زیاتوي چې له یادو سپارښتنو د ۱۷ پر پلې کېدو کار پیل شوی او اته نورې د تعلیق په حال کې دي.

د هغې په وينا، د دغه وزارت د ګومارنۍ بهير په څارنيزو فعاليتونو کې مدني ټولنو ته ونډه ورکول، د سيمه ييزو زده کړو د پاليسۍ د ارزونې راپور خپرول، شکايتونو ته د رسېدنې ميکانيزم جوړول، د تفتيش عالي کمېټې جوړول او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د هر اړخيز سمون او پلان تدوين او خپرول له هغو سپارښتونو دي چې د پنځم څارنيز راپور پر مهال په بشپړ ډول پلې شوې دي.

همداراز د پوهنې په هکله د پوهاوي د لوړولو ښه والی، د داخلي څار رياست په تشکيل کې د ۱۰ سلنه مفتشینو زياتول او په دغه وزارت کې د ښوونځيو د اداري شوراګانو د ناستو د پایلو ثبتول هم له هغو سپارښتنو دي چې د پنځم څارنيز راپور پر مهال په بشپړ ډول پلې شوې دي.

د هغې په وينا، د ښوونیز نصاب بيا کتنه، د ښوونکو د باور ورکونې سيستم رامنځته کول، د ښوونځيو د اداري شوراګانو د دندو د لايحې بيا کتنه، د ښوونځيو د درسي نصاب د همغږۍ لپاره د يوې کاري ډلې جوړول او د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې د عملي زده کړو زياتوالی له هغو سپارښتنو دي چې ۵۰ سلنه پلې شوې دي.

دغه راز د ښځو لپاره د سواد زده کړو برنامو پلې کول، د دوولسم ټولګيو فارغينو ته د شهادتنامو د وېش بهیر برېښنايي کول، د پوهنې وزارت د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د وړتيا لوړولو برنامو پراخول او د دغه وزارت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او اصلاحاتو پلانونو تطبيقول هم له هغو سپارښتنو دي چې ۵۰ سلنه پلې شوې دي.

د ملي تدارکاتو له قانون سره سم، د ښوونځيو د جوړونې په تدارکاتي چارو کې د اداري فساد ضد پاليسۍ او کړنلارې پلې کول، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د ښوونکو د وړتيا لوړولو د چوکاټ په اړه د همغږۍ رامنځته کول، له برېښنايي لارو د ښوونکو د تنخواګانو ورکول، د ښوونکو د مسلکي ودې په تړاو د درېیم ستراتيژيک پلان پلي کول، د روڼتيا او حساب ورکونې په موخه مکافات او مجازاتو رامنځته کول، د پوهنې وزارت د ټولو قراردادونو څارل، له خلکو سره د ولايتونو د پوهنې رياستونو د ولايتي بودجې او واقعي لګښتونو شريکول، د وړتياوو له مخې، د ښوونکو د انتصاب په اړه د تمويلي پروګرامونو منجسمول، د پوهنې وزارت د کارکوونکو د مسلکي وړتياوو د پياوړتيا لړۍ ته دوام، د ښوونځيو په اړه پر خپل وخت او د با اعتباره معلوماتو ورکول او پوهنې وزارت د کيفيت د څارنې د عالي کمېټې جوړول له هغو سپارښتونو دي چې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د ښوونځيو د اداري شوراګانو د دندو د لايحې جوړول، د ښوونکو د ناسوبتيا د مخنيوي په موخه له سافټ ويرونو او نوو نوښتونو کار اخيستل، د ولايتونو د اصلاحاتي شبکو جوړول، د پوهنې وزارت په چارو کې د يو شمېر وکيلانو د ناقانونه لاسوهنو د هڅو ثبت او مستند کول، د پوهنيز بهير د ښه والي په موخه له خلکو سره د پوهنې رياستو او امريتو د ناستو جوړول، په علني ډول د پوهنې رياستونو له خوا د کلنيو پلانونو او لګښتونو خپرول، د قراردادي تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو پروګرامونو جوړول، د پوهنې او ماليې وزارتونو ترمنځ د همغږۍ پياوړي کول، د پوهنې وزارت ټولو امريتونو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتيژۍ وېش، د ښوونځيو په شوراګانو کې د زده کوونکو والدينو ته د شکاياتونو ترلاسه کولو د صلاحيت تفويض، د سواد زده کړو په پروګرامونو کې د ښوونځيو شوراګانو ته د څار په موخه ونډه ورکول او په کلني ډول د ښوونکو د کړنو ارزول هغه سپارښتنې دي چې کار پرې پيل شوی دی.

د استخدام په پروسه کې د مدني ټولنو مشارکت، د پوهنې وزارت کارکوونکو د چال چلند د کړنلارې بيا کتنه او تعديل، په هر ولايت کې د پوهنې سکټور د اصلاح کولو په موخه د تخنيکي ملاتړو چمتو کول، د پوهنې وزارت د تفتيش د ټولو راپورونو بررسي کول، خصوصي ښوونځيو ته د اعتبار ورکولو د بهير پيلول او په افغانستان کې د پوهنې د کيفيت د ارزونې د کلني راپور خپرول هغه سپارښتنې دی چې د تعليق په حال کې دي.

د پوهنې وزات ویاندې نوریه نزهت دغه راپور تاییدوي او وایي چې دغه وزارت د ميک له سپارښتنو هرکلی کړی.

اېډېټر: عبدالقدیر منصف

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.