ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګرو تېر کال د جلغوزیو له لارې شل میلیون ډالر ګټه کړې

افغان سوداګرو تېر کال د جلغوزیو له لارې شل میلیون ډالر ګټه کړې

author avatar
6 Nov 2019 - 18:13
افغان سوداګرو تېر کال د جلغوزیو له لارې شل میلیون ډالر ګټه کړې
author avatar
6 Nov 2019 - 18:13

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): ولسمشر غني وايي، ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوه او په دې برخه کې لومړی قدم اخیستل شوی، مګر نور قدمونه هم باید په اساسي توګه واخیستل شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني له غرمې مخکې د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې د جلغوزیو ورځې د نمانځنې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

هغه  زياته کړه: "زموږ پټې خزانې (محصولات) رڼې، مشروع او د صادرولو وړ دي. موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې یوه پټه خزانه (جلغوزي) په ویاړ بدله کړو."

ولسمشر د جلغوزیو ځنګلونو د ساتنې لپاره د پکتیا، پکتیکا او خوست د دیارلسو ولسوالیو د ولسونو پرېکړې او اقداماتو څخه په مننې کولو د لغمان، نورستان او کاپیسا له ولسونو څخه هم د دغه ډول پرېکړې او اقدام هیله څرګنده کړه.

هغه له ولسونو او مسوولینو څخه مننه وکړه چې جلغوزي یې د قاچاق پرځای د ارزښت په ځنځیر او پانګه بدل کړل. د انارو، بادامو، پستې او د هېواد د نورو مېوو او کرنیزو محصولاتو د تولید او صادرولو په برخه کې یې د دغه ډول اقداماتو لارښوونه وکړه.

ده څرګنده کړه، ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوه او په دې برخه کې لومړی قدم اخیستل شوی، مګر نور قدمونه هم باید په اساسي توګه واخیستل شي او افغانستان د کرنیزو محصولاتو په منظم صادراتي هیواد بدل شي.

هغه زیاته کړه، له ټولو کرنیزو صادراتي اقلامو سره د جلغوزیو په څېر چلند حتمي او ګټور دی.  

ولسمشر غني د ټرانسپورټ لوړې بیې او ټیټ کیفیت ته په اشارې کولو د ټرانسپورټ وزارت ته د اساسي اصلاحاتو او اقداماتو لارښوونه وکړه او په ټینګار یې وویل، ټرانسپورټ باید د ارزښت ځنځیر برخه شي، دغه راز له تخنیکي ښوونځیو نیولې تر پوهنتونونو پورې دې لوژستیک په تدریسي نصاب کې شامل او د ارزښت په ځینځیر پانګونه وشي.   

ده د افغانستان د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې ته په اشارې وویل: "بازار پرانیستل شوی، موږ باید خپل فکرونه پرانیزو. زموږ د کرنیزو محصولاتو لوی بازار د سیمې هېوادونه دي، لازمه ده چې سیمه درک او هغه څه ور صادر کړو چې ورته اړتیا لري."

ولسمشر مسوولینو ته د کرنیزو محصولاتو د پروسس، تولید، صادرولو، پانګونې او صنعتي پارکونو د ستونزو د حل د لارښوونو پرمهال کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې یواځې د جلغوزیو ورځې په نمانځلو اکتفا ونه کړو، بلکې د هېواد کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په خاطر دې لا زیاتې هڅې وشي.

د ده په وينا، په ګلخانۍ ماڼۍ کې د ملت د بابا اعلیحضرت محمدظاهر شاه په دفتر کې د افغانستان د لومړي پاچا چې کرنه یې بنسټیزه کړه، یما پاچا تاج ایښی، د انارو غالۍ په کې غوړېدلې او دېوالونه به یې د افغانستان په کرنیز پیداوار ښکلي شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ ګلخانه د افغانستان د غالیو، مرمرو او لرګیو په مرکز بدله کړې، ترڅو کتونکي د هغې د نندارې پرمهال، زموږ په کلتور او کرنیزو محصولاتو پوه شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.