ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ګڼو ځوانانو او لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد لاريون وکړ

د پکتيا ګڼو ځوانانو او لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد لاريون وکړ

author avatar
6 Nov 2019 - 19:19
د پکتيا ګڼو ځوانانو او لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد لاريون وکړ
author avatar
6 Nov 2019 - 19:19

ګردېز (پژواک، ١٥ لړم ٩٨ ): د پکتيا ولايت ګڼو ځوانانو او د کرکټ لوبغاړو په ګردېز ښار کې د کرکټ بورډ پر ضد لاريون وکړ او ياده اداره يې له پکتيا سره په دوه ګوني چلند او بې کفايتۍ تورنه کړه.

دوی ويل چې پکتيا د کرکټ غوره وړتياوې لري، خو د يادې ادارې له خوا له دې ولايت سره ژمنو پرته نور څه نه دي شوي.

د ګردېز اوسېدونکی سليم وايي چې د څو کلونو په تېرېدو لا هم د پکتيا کرکټ لوبغالی په بشپړ ډول نه دی جوړ شوی او تر سره شوې چارې يې هم غير معياري دي.

هغه زياته کړه :((له پکتيا سره د مور، ميرې چلند کېږي. نه سم ميدان لرو، نه اکېډمي لرو، نه مسلکي روزونکی. زموږ کرکټ تباه شو، پخوا دلته کابو ۲۰۰ کلبونه و، خو اوس شاوخوا شل پاتې دي. دا د مس عينک زون د خراب مديريت وجه ده.))
د حسين صميم په نامه يوه لوبغاړي هم د کرکټ بورډ اداره په بې کفايتۍ او ناغيړي تورنه کړه او وايي چې د يادې ادارې اوسنۍ رهبري د هېواد کرکټ نه شي اداره کولی.

صميم زياته کړه: ((د کرکټ بورډ رهبري د داسې چا په لاس کې ده چې هېڅ مسلکي نه دی، د دې رهبري په راتګ سره کرکټ ډېر خراب شوی. د بېلابېلو فرمټونو د ټيمونو په سېلېکشن کې د پکتيا ونډه ډېره کمه ده.))

د حيم الله سمون په نامه بل لوبغاړي پژواک ته وويل چې څو ځله يې د کرکټ له عمومي او د زون له دفتر سره د لوبغاړو ستونزې شريکې کړې، خو په خبره يې د حل لپاره يې د لازم اقدام نه کېدو له امله لاريون کولو ته اړ شول.
دى زياتوي، که د کرکټ بورډ مرکزي اداره د مس عينک زون د مسوولينو په ګومارنه بيا کتنه ونه کړي او د دې ولايت حقونه ورنه کړي، نو لويې لارې او په ګردېز کې د يادې ادارې د زون دفتر به وتړي.
بل خوا د کرکټ بورډ د مس عينک زون مشر خوشال نيازی ياد تورونه ردوي او وايي چې دا لاريون د ځينو کړيو له خوا د شخصي ګټو لپاره تنظيم شوى و.

هغه پژواک ته وويل، دغه کړۍ او د لاريون ځينې ګډونوال شخصي غوښتنې لري او کرکټ بورد نه شي کولى د خلکو شخصي غوښتې پر ځاى کړي.

د ده په وينا، په پکتيا کې د کرکټ لوبغالی جوړ شوی او د يوې مجهزې اکېډمې چارې هم پيل شوې دي.
نوموړى وايي، کرکټ بورډ هڅه کوي لوبغاړو ته نورې اسانتياوې هم برابرې او د ياد کرکټ لوبغالي په تر سره شويو چارو کې شته ستونزې هم حل کړي.

هغه زياته کړه: ((پکتيا لوبغالى لري، خو څه ډول چې اړتيا ده، هغه ډول نه دى جوړ شوى، موږ هڅه کوو چې سم يې ورغوو.))

د نوموړي په وينا، د ولسمشر له خوا ژمنه شوې وه چې په ټولو زونونو کې اکاډميانې جوړې شي، خو دا کار ځنډېدلى، کله چې پيل شو، لومړى به يې پکتيا کې جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.