کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د کورنيو چارو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د پولیسو د ګومارنې او اجرااتو برخې ته د جدي پاملرنې ترڅنګ دې لوی تمرکز د سیستمونو پر جوړولو وکړي
د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت سلاکار نن له يوه پلاوي سره د کورنيو چارو وزارت ته ولاړ.
هغه زياته کړه چې نوموړي د کورنيو چارو وزارت له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د اړونده وزير په ګډون يې له مسوولينو سره خبرې وکړې.
ډاکټر حمدالله محب د دې ليدنې پر مهال ويلي، پولیس د امن او نظم ساتلو یو مهم ځواک دی او ښې کړنې يې د هېواد پر وضعیت مخامخ اغېز پرېباسي.
نوموړی ټینګار کوي چې د دې موخې لپاره باید د دوی چارې منظمې او کاري بنسټونه یې پیاوړي شي.
هغه خوښي وښوده چې د ځواکونو د قوماندې، همغږۍ او څار په برخه کې اغېزناک کارونه شوي او په دې وزارت کې داسې بنسټونه ایجاد شوي چې تر پخوا ډېر ښه دي.
د ملي امنيت سلاکار د وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د پولیسو د ګومارنې او اجرااتو برخې ته د جدي پاملرنې ترڅنګ دې لوی تمرکز د سیستمونو پر جوړولو وکړي، ځکه چې افراد ځي، خو سیستمونه پاتې کېږي او موثریت رامنځته کوي.
محب پولیس وستایل چې له جرمونو او جنایاتو سره د مبارزې ترڅنګ د روانې جګړې لوی بوج پر غاړه اخلي او هره ورځ د هېواد او خلکو د دفاع لپاره قرباني ورکوي.
ده زياته کړه، دا حالت په جنګ نه سمېږي، بلکې خلکو ته د ښو خدماتو په رسولو او د هغوی د ستونزو په حل کولو سره سمېدلای شي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له ملي امنیت سلاکاره مننه وکړه، چې تل یې د چارو په همغږۍ او حمایې کې ستر رول لوبولی.
هغه زياته کړه چې د وزارت د اوسنیو لاسته راوړنو یو لامل همدا همغږي او ملاتړ دی.
اندرابي وويل، په وزارت کې د چارو د ښه کېدو او د سیستمونو د ایجاد چارې ښې روانې دي، چې د پولیسو عمومي کړنې ورسره ښې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن