لښکرګاه (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د لړمانو روزنې يو مجهز فارم جوړ شوى چې دا مهال ١٨زره بېلابېل ډول لړمان په کې ساتل کېږي.
د دغه فارم يوه مسوول پيرمحمد د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانکړې مرکې په ترڅ کې وويل، د دې لپاره چې د هلمند د خزنده ګانو د قاچاق مخه ونيول شي، دغه فارم يې جوړ کړى دى.
پيرمحمد وايي چې په دغه فارم کې یې ١٨زره بېلابېل ډول لړمان ساتلي او د لړمانو د روزنې په برخه کې زده کړې يې په ايران هېواد کې ترسره کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې خلکو ته غريبي پيدا شي، له خلکو لړمان په بېلابېلو بيو اخلو او بيا يې روزو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو لړمانو زهر او خپله لړمان په ځینو مواردو کې د استعمال لپاره په نړيوالو بازارونو کې پېرل کېږي.
د پيرمحمد په وينا، هر لړم په شپږو مياشتو کې درې څاڅکي زهر توليدوي چې په نړيوالو بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کېږي.
د هغه په خبره، د لړمانو خوراک ځمکني چنچيان دي.
هغه وايي: ((که حکومت راسره په دې برخه کې مرسته وکړي، دغه فارم ته به پراختيا ورکړم او هم به يو شمېر کسانو ته د لړمانو روزلو چل ور زده کړم چې په دې سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.))
په دې اړه د هلمند د کرنې رياست د پلان او پروګرامونو امر رفېع الله قلم پژواک ته وويل، دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت د لړمانو روزلو فارم جوړېږي.
هغه وايي: ((که په دې برخه کې نور خلک هم پانګونه وکړي او د لړمانو روزنې فارمونه جوړ کړي، نو زموږ رياست به ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.))
د نوموړي په وينا، د دې ډول فارمونو جوړېدل، د حشراتو او خزنده ګانو د قاچاق په مخنيوي کې مرسته کوي.
د يادونې ده، له دې مخکې په هرات کې د لړمانو روزلو فارم جوړ شوى چې د مسوولينو په وينا يې، د لړمانو يو کيلو زهر په نړيوالو بازارونو کې په يو ميليون ډالرو پلورل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن