کندهار (پژواک، ۱٦ لړم ۹۸): د کډوالو نړیوال سازمان په کندهار کې سلو بېځایه شوو او راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړوي.
دغه څرګندونې د یادې ادارې مسوول ډاکټر شاکر په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت له مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري سره په یوه ناسته کې وکړې.
په کندهار کې د کډوالو نړیوال سازمان (UNHCR) مسوول ډاکټر شاکر وویل، دغه اداره په دغه ولایت کې د جګړو له امله بېځایه شوو او راستنو شوو کډوالو کورنیو ته ۱۰۰ د استوګنې کورونه جوړوي.
هغه زیاته کړه، دغه کورونه د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې جوړېږي چې هر کور به دوه د استوګنې خونې او یو پخلنځی ولري.
دی وايي، دغه کورونه د هغو ډېرو مستحقو او اړو بېځایه شوو او کډوالو کورنیو لپاره جوړېږي چې د سرپناه د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ وي.
د ده په خبره، د کډوالو د نړیوال سازمان ټیمونو په دې اړه سروې پيل کړې څو ډېر مستحق او وړ کورنۍ په نښه کړي.
نوموړي په دې برخه کې د کندهار له ولایتي ادارې همکاري وغوښته.
په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال اغا لالي دستګیري دغه پروګرام د بې ځایه شوو او راستنو شوو کډوالو لپاره ګټور وباله خو غوښتنه یې وکړه چې دغه پروژه دې په پوره روڼتیا او شفافیت پلې شي.
هغه زیاته کړه، اړونده اداره دې د کورونو جوړولو پر مهال د ځمکو د ملکیت قانوني چارو، د کورونو ښه ډیزاین او اساسي جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي او مستحقې کورنۍ دې په نښه کړي.
دستګیري د کډوالو له نړیوال سازمان ځخه وغوښتل چې د معلولینو، د شهیدانو وارثانو او ښوونکو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې هم له دوی سره مرسته وکړي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د جګړې او په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله شاوخوا ۱۸۵ زره کډوالو کورنیو کندهار ښار ته پناه راوړې ده.
که څه هم اړوند ریاست د مرستندویه ادارو په همکاري وخت په وخت له دغسې کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې کړې، خو دغه مرستې د دغو خلکو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلی؛ ځکه هغوی هم د بې روزګارۍ او سرپناه له ستونزې کړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن