ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د”سیګار” د راپور هرکلی وکړ

د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د”سیګار” د راپور هرکلی وکړ

author avatar
7 Nov 2019 - 17:37
د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د”سیګار” د راپور هرکلی وکړ
author avatar
7 Nov 2019 - 17:37

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٨): د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د پرمختګ په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي تفتیش ادارې (سیګار) د وروستي خپاره شوي راپور هرکلی کوي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، په ډاګه شوى دى.

سرچينه زياتوي، په دغه راپور کې راغلي چې افغان حکومت فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ د معیارونو پوره کولو په برخه کې پرمختګ کړى، خو لا هم په دغه برخه کې جدي ننګونې موجودې دي.

راپور زیاتوي، افغان حکومت فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ شاخصونو له جملې ۵۷ پوره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاتې هڅې کړې دي او په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه لري.

سرچينه کاږي، همدارنګه د روان کال د تلې په ۲۳مه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان ساپکو له جمهور رئیس غني سره په کتنه کې هم په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې پر ښو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې وه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په همدې ترتیب د هیواد جمهور رئیس د لوړې مراسمو پر ورځ اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل کلک تعهد څرګند کړی و، دغه راز حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره مناسب حقوقي بسترونه جوړ کړي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې اصلاحات او په قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړي دي.

ارګ وايي، افغان حکومت د فساد ريښو د وچولو او د قانون د تطبیق پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي او اغېومنې هڅې کړي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز او د افغانستان د تفتیش ادارې نومونه یادولای شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.