ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کوچیان: موږ ته ځانګړی شوی ښارګوټی دې ژر پرانیستل شي

د بلخ کوچیان: موږ ته ځانګړی شوی ښارګوټی دې ژر پرانیستل شي

author avatar
7 Nov 2019 - 11:20
د بلخ کوچیان: موږ ته ځانګړی شوی ښارګوټی دې ژر پرانیستل شي
author avatar
7 Nov 2019 - 11:20

مزارشريف (پژواک، ۱۶لړم ۹۸): په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا، د بلخ د کوچيانو رياست او د بلخ ولايتي شورا په مزارشريف کې د کوچيانو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د ژر تر ژره پرانيستل کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي چې په ۱۳۸۹ لمريز کال کې افغان حکومت د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته په پنځه زره جريبه ځمکه د ښارګوټي جوړېدو حکم کړی و.

د دوی په خبره، د ياد ښارګوټي ټول قانوني مراحل بشپړ شوي خو لا هم د بلخ ولايت مقام له خوا کوچيانو ته نه توزېع کېږي.

خو د بلخ ولايت مقام وايي چې د کوچيانو لپاره د ځانګړي ښارګوټي پر ځمه باندې بل کس د ملکيت دعوا کړې او اسناد يې هم وړاندې کړي.

په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مشر سيد محمد حريق د لړم په ۱۶مه پژواک ته وويل چې د مزارشريف جنوب ختيځ لور ته نهه کاله وړاندې د هغو کوچيانو لپاره پنځه زره جريبه ځمکه ځانګړې او تثبيت شوه چې خپل مالونه يې د بېلابېلو افاتو په پايله کې له لاسه ورکړي وو.

نوموړي زياته کړه چې د وخت افغان حکومت حکم کړی و چې ياد ښارګوټی دې هر څومره ژر چې کېږي، کوچيانو ته توزېع شي.

د حريق په خبره، کلونه وړاندې د ياد ښارګوټي ټول قانوني مراحل بشپړ شوي دي.

هغه که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې په لوی لاس د دغه ښارګوټي د پرانيستل کېدو مخنيوی کېږي.

هغه زياتوي چې څو ځلي يې په بلخ کې اړوند مسوولو ادارو ته مراجعه کړې او د ياد ښارګوټي د پرانيستل کېدو او رهايشي نومرو د توزېع غوښتنه یې کړې خو په وينا يې چې غږ يې نه دی اورېدل شوی.

په شمال کې د کوچيانو سراسري شورا رييس وايي چې که دغه ښارګوټی ژر تر ژره افتتاح نه شي، نو کوچيان به په سترو لاريونونو لاس پورې کړي.

حريق پر بلخ ولايت مقام نيوکه کوي چې د ياد ښارګوټي د نه پرانيستل کېدو لپاره قناعت ورکوونکی دليل نه لري.

نوموړي له مرکزي حکومته هم غوښتنه وکړه چې د خپلو فرامينو او احکامو د تطبيق برخه کې دې جدي و اوسي او په مزار کې دې د کوچيانو ښارګوټی پرانيزي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.