فیض اباد (پژواک، ۱۷ لړم ۹۸): د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د ښځو لاسي صنایعو لپاره د یوه مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بدخشان د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي په هغو مراسمو کې چې د دغه مارکېټ د بنسټ اېښودو لپاره نیول شوي وو، وویل چې دغه مارکېټ پر اووه بسوې ځمکه د ۳۷زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
هغه زیاته کړه: ((په بدخشان کې د ښځو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لپاره د دغه مارکېټ جوړېدل د ښځو د اقتصادي مشارکت او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره یو له ځانګړو شاخصونو دی.))
غیاثي د اقتصادي خپلواکۍ نه شتون او ټولنیزې ناانډولۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاملونو په توګه یاد کړل او ویې ویل: ((دې ډول فرصتونو ته زمینه برابرول تاوتریخوالی کموي او ښځې له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کېږي.))
د بدخشان د سوداګرو ښځو د ټولنې مسوولې محبوبې مجددي د اغا خان له پرمختیايي بنسټونو د ستاینې ترڅنګ د ښځو چارو له ریاسته، اقتصاد ریاسته او ولایت مقامه قدرداني وکړه او په بدخشان کې د ښځو اقتصادي پراختیا په وده کې د ډېرې پاملرنې غوښتونکې شوه.
د یادونې ده، د بدخشان د ځینو سوداګرو ښځو له خوا په ۱۳۹۱ کال کې د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو بازار ته د giz دفتر په همکارۍ ځمکه وپېرل شوه او اوس یې کار جریان لري.
د یادونې ده، پنځه نومرې ځکه چې درې نومرې د جي ای زي له خوا پېرل شوې او پاتې نورې د سیمې د خلکو له خوا کومک شوی دی.
د بدخشان د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د جي ای زي دفتر په بهارک، جرم او فیض اباد ښار کې هم ځمکه پېرلې او ټاکل شوې ده د ښځو د دغه مارکېټ جوړولو کار هم ډېر ژر پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن