ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د هېواد په ختیځ کې د داعش ډله د له منځه تلو په حال کې ده

دفاع وزارت: د هېواد په ختیځ کې د داعش ډله د له منځه تلو په حال کې ده

author avatar
8 Nov 2019 - 11:35
دفاع وزارت: د هېواد په ختیځ کې د داعش ډله د له منځه تلو په حال کې ده
author avatar
8 Nov 2019 - 11:35

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۸): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ختیځ کې داعش ډله د له منځه تلو په حال کې ده او هلته په روانو عملیاتو کې د یادې ډلې ځیني کسان نیول شوي او ځیني نور په تېښته بریالي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا وايي، په هغو عملیاتو کې چې د هېواد په یاد حوزه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا پیل شوي، امنیتي ځواکو بریاوې ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه: ((داعش ډله د افغانستان په ختیځ کې د له منځه تلو په حالت کې ده او طالبان هم د امنیتي ځواکونو تر شدید فشار لاندې راغلي دي.))

نوموړي د یادو عملیاتو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې ځیني کسان امنیتي ځواکونو ته تسليم شوي او ځیني نور تښتېدلي دي.

هغه دغه راز وویل چې په یادو عملیاتو کې د داعش ډلې ته ډېر تلفات اوښتي دي.

جنرال ضیا وايي چې په عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

د یادونې ده، د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې پر طالبانو سربېره د داعش ډله هم فعالیت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.