ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولانا عبدالله: د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښايي د لړم په ۲۳مه اعلان نه شي

مولانا عبدالله: د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښايي د لړم په ۲۳مه اعلان نه شي

author avatar
8 Nov 2019 - 15:33
مولانا عبدالله: د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښايي د لړم په ۲۳مه اعلان نه شي
author avatar
8 Nov 2019 - 15:33

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کمېشنر وايي چې د ټاکنو کمېسيون کاري وړتيا او د رايو بياشمېرنې پر وړاندې شته ستونزو ته په کتو سره ښايي د لړم په ٢٣مه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان نه شي.

د روان کال د تلې په ٦مه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پايلې بايد د تلې مياشتې په ٢٧مه اعلان شوې واى خو د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ چې په دې پروسه کې د روڼتيا په موخه د ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم په ٢٣مه اعلانېږي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کمېشنر مولانا عبدالله نن د دغه کمېسيون په انګړ کې خبريالانو ته وويل: ((د رايو د بياشمېرنې لپاره تر اوسه کوم عملي کار نه دى شوى او نه هم په دې موخه پلاوي ولايتونو ته استول شوي دي.))

د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون کاري وړتيا او د بيا شمېر پر وړاندې شته ستونزو ته په کتو سره د لړم په ٢٣مه د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان به ممکن نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا رييس حبيب الرحمن ننګ ويلي وو چې نن (د لړم ١٧مه) د رايو د بياشمېرنې په موخه ولایتونو ته پلاوي استول کېږي.

بل لور ته د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مخکښ غړى فضل احمد معنوي وايي چې د ٢٤٣٢ صندوقونو د رايو له بيا شمېرنې سره د دولت جوړونې له ټاکنيزې ډلې پرته نورې ټولې ډلې مخالفت لري.

هغه وايي، که چېرې دغه کار وشي نو ټاکنې به له بن بست سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي شورا غړو او د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندانو هم ويلي وو چې د ټاکنو کمېسيون نه شي کولاى د لړم په ٢٣مه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

دغه راز د ټاکنیزو شکايتونو کمېسيون هم پرون ويلي وو چې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ دوى ته د منلو وړ نه دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.