ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ملکي مرګ ژوبلې د درېدو په موخه لاریون وشو

کندهار کې د ملکي مرګ ژوبلې د درېدو په موخه لاریون وشو

author avatar
8 Nov 2019 - 16:24
کندهار کې د ملکي مرګ ژوبلې د درېدو په موخه لاریون وشو
author avatar
8 Nov 2019 - 16:24

کندهار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۸): په کندهار ښار کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي او بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو په موخه لاریون وشو.

په دې لاریون کې لسګونو ځوانانو، مخورو او دیني عالمانو ګډون کړی وو چې د اوربند، سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

د لاریون تنظیموونکي مدني فعال حکمت الله صلحي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون نن د لړم په ۱۷مه په یوه وخت د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل، اروزګان، هرات، بلخ، بادغیس، نیمروز، جوزجان او کندز ولایتونو کې وشو چې سلګونو ځوانانو، مدني فعالانو او مخورو په کې ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه لاریونونه د افغانستان د سولې ملي حرکت له خوا رابلل شوي چې یو غیر انتفاعي او غیر دولتي ولسي حرکت دی.

د ده په خبره، د دغه حرکت موخه په هېواد کې د جګړې درېدل، د دایمي سولې او ثبات په موخه د داخلي اجماع جوړول او د سولې لپاره د کېدونکو هلو ځلو همغږي کول دي.

نوموړي وویل: ((موږ نن د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې راوتلي یوو څو د جنګ ښکېلې خواوړې زموږ غوښتنې واوري او موږ ته مثبت ځواب راکړي.))

دی وايي، خلک نور جګړې او روان وضعیت ستړي کړي او په هیڅ توګه یې دوام نه غواړي.

د لاریون یوه ګډونوال فرید احمد پژواک ته وویل، په دغه لاریون کې یې د سولې لپاره د خپل غږ پورته کولو په موخه ګډون کړی دی.

ده زیاته کړه، دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو دي چې نړیواله ټولنه باید زمینه ورته مساعده کړي.

خو ده ټینګار وکړ چې تر هر څه وړاندې اوربند مهم دی څو ولس په دې پوه شي چې ښکېل اړخونه په رښتیا هم غواړي اوسنی بد وضعیت د سولې د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو چې په کې له ښکېلو غاړو د اوربند، سولې، بین الافغاني مذاکراتو پیل کولو، د ملکي مرګ ژوبلې درولو غوښتنه شوې وه.

دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي و چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.