ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا والي: په ګومل کې د پاکستاني ځواکونو را مخکې کېدو خبر بې بنسټه دى

د پکتيکا والي: په ګومل کې د پاکستاني ځواکونو را مخکې کېدو خبر بې بنسټه دى

author avatar
8 Nov 2019 - 16:17
د پکتيکا والي: په ګومل کې د پاکستاني ځواکونو را مخکې کېدو خبر بې بنسټه دى
author avatar
8 Nov 2019 - 16:17

ښرنه (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): د پکتيکا والي وايي چې د دغه ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د را مخکې کېدو په اړه ادعاوې ناسمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو رسنيو ته ويلي وو چې پاکستاني ځواکونه د راډان په سيمه کې تر نږدې پنځوس متره را مخکې شوي او د جلغوزو ځنګلونه يې لاندې کړي دي.

خو د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني نن غرمه مهال يوې خبري غونډې ته وويل چې ګومل ولسوالۍ ته يې يو پلاوى استولى او د پلاوي د معلوماتو پر اساس پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې نه دي را مخکې شوي.

 څمکني زیاته کړه چې افغان ځواکونه له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په مېړانه دفاع کوي او هېڅکله به پاکستان ته د را مخکې کېدو اجازه ور نه کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل حيدرزي وويل چې د ډیورنډ فرضي کرښې اړوند ټولې صفري نقطې یې له امنیتي پلوه ارزولې او په ډاګه شوې چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته نه دي را دننه شوي.

حیدرزي ډاډ څرګند کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د ډیورنډ له فرضي کرښې په دفاع کې دي.

همدارنګه د سرحدي ځواکونو دويمې لوا قوماندان ډګروال محمد ظریف ځاځي وويل چې په ګومل ولسوالۍ کې یې له پاکستاني لوري سره ګډه ناسته کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د دواړه لورو ترمنځ د صفري نقطې په تړاو بحثونه وشول او هغه ادعاوې يې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د ډیورنډ کرښې دې غاړه د جلغوزیو ونې او ځيني کانونه د پاکستاني ځواکونو تر حاکمیت لاندې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.