د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کاپیسا کې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کاپیسا کې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Nov 08, 2019 - 15:53

محمودراقي (پژواک، ۱۷ لړم ۹۸): کاپیسا کې ځیني مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار نهه بجې د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د صالح خېلو په سیمه کې د راکټ یوې مرمۍ چې په کرنیز ځمه کې خښ شوې وه، د یوه بزګر د قلبې له سپار سره د لګېدو له امله چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي چې ټول ملکي وګړي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه روښانه نه ده چې د راکټ دغه مرمۍ د کومې ډلې له خوا په یاد سیمه کې ځای پرځای شوې وه.

د یادونې ده، د نجراب د صالح خېلو سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement