ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست استناف څارنوالۍ پر فساد تورنه شوه

د خوست استناف څارنوالۍ پر فساد تورنه شوه

author avatar
9 Nov 2019 - 13:31
د خوست استناف څارنوالۍ پر فساد تورنه شوه
author avatar
9 Nov 2019 - 13:31

خوست ښار (پژواک، ۱۸ لړم ۹۸): په ولسي جرګې کې د خوست د خلکو استازی ډاکټر محمدموسی خاورين د خوست د استيناف په څارنوالۍ کې د پراخ اداري فساد د شتون خبر ورکوي.

خو څارنوال دا ادعا ردوي.

خاورين چې خوست کې د قومي مشرانو يوې غونډې ته خبرې کولې، وويل ، په عدلي ارګانونو په ځانګړي ډول استيناف څارنوالۍ کې د خلکو د توقع خلاف کړنې ترسره کيږي.

هغه وايي امنيتي ځواکونه په ډېرو ستونزو، قاتل اختطاف ګر، غله او د نشه يي توکو خرڅوونکي راونيسي، خو کله چې څارنوالۍ ته راورسيږي، د مختلفو معاملو پر اساس بېرته خوشي کيږي.

ډاکټر موسی خاورين وويل چې دغه ستونزه يې په ولايتي او مرکزي کچه له اړونده مسوولو چارواکو سره شريکه کړې، خو تردې دمه پرې چا غور نه دی کړی.

دی زياتوي: ((د څارنوالۍ صفت په مجلس کې نه شې کولی، لکه د يو قاتل، اختطافګر او غل صفت چې کوې. موږ د وروستي ځل لپاره د خوست استيناف څارنوالۍ رياست څخه غوښتنه کوو چې يادې ستونزې ته په ټول توان د پای ټکی کيږدي.))

موسی خاورين د ګواښ په ډول وويل ، که چېرې استناف څارنوالي ژر تر ژره دا ستونزه هواره نه کړي، نو دی به يې پروړاندې مستقيماً عارض شي.

هغه وايي: ((موږ د امنيې قوماندانۍ څخه دوسيې وغوښتې په درجنو دوسيې يې راکړې، خو کله مو چې په څارنوالۍ کې پوښتنه وکړه، د مختلفو معاملو په اساس خلاص شوي وو.))

د ولسي جرګې دا غړی د خوست په استيناف څارنوالۍ کې د فساد ياده ادعا داسې مهال کوي، چې اوس هم ددغه ولايت ځيني خلک خپلې حقوقي دعوې په جرګو او مرکو خلاصوي.

د خوست ښار په سويلي څنډه کې سپوږمۍ هوټل يو له هغو مشهورو ځايونو څخه دی، چې خلک په کې خپلې حقوقي دعوې او لانجې د مرکچيانو په وسيله حلوي.

مميزخان ددغه هوټل يو له مرکچيانو دی، چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان د خپلو حقوقي دعوو او لانجو د حل لپاره ورځي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اول خو حکومت کې ښه پرېکړه نه کيږي، که بيا کيږي خو ژر نه کيږي. دا موږ مشرانو ته چې راځي په دې هيله راځي چې له دښمنۍ څخه بچ کړي او پرېکړه ژر وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.