ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت په تعليمي نصاب کې د اصلاحاتو لپاره مشورتي ناسته کوي

د پوهنې وزارت په تعليمي نصاب کې د اصلاحاتو لپاره مشورتي ناسته کوي

author avatar
9 Nov 2019 - 11:22
د پوهنې وزارت په تعليمي نصاب کې د اصلاحاتو لپاره مشورتي ناسته کوي
author avatar
9 Nov 2019 - 11:22

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د پوهني وزارت وايي، د ښوونې او روزنې په بهير کې د خلکو د ګډون او د تعليمي نصاب د  اصلاح په موخه د هيواد اوسيدونکو نظریات راټول  او د لومړي څل لپاره مشورتي ناسته ترسره کوي.

ددغه وزارت لخوا دلړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده  چې دا ناسته د روان لمريز کال د لړم مياشتې  په ۲۰ تر ۲۳ نيټه ترسره شي.

سرچينې زياته کړې، له دې ناستې څخه موخه داده، چې د هېواد اد بېلابېلو طبقو خلک د تعليمي نصاب په اړه خپل نظريات وزارت سره شريک کړي.

  په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده، چې په دې ناسته کې نږدې ۳۰۰ تنه د ښوونځيو ښوونکي ، د ښوونې اوروزنې متخصصان، د پوهنتنونو استادان،  د زدکودنکو کورنۍ، د دولتي ادارو کارکوونکي  د علماوو شورا  او د بشري حقونو کميسيون استازی ګډون ولري.

سرچينې ويلي، پوهنې وزارت هوډ لري ، ترڅو راتلونکی تعليمي نصاب د هېواد د اوسېدونکو د نظرياتو پر بنسټ  قابليت محور نصاب جوړ کړي .

د پوهنې وزارت زياته کړې، ددې غونډې ګډونوال دنده لري،  ترڅو د کاري ګروپونو په چوکاټ کې د لېسې دورې د رشته بندۍ  ، د مضامينو يوځاى کېدل ، د ژبو روزنې او د هر اړخيزه تعلميات، په اړه بحث وکړي.

په خبرپانه کې راغلي، ددې ناستې پايلې د وګړو پيشنهادي کړنلارې په ډول د تعليمي نصاب په اصلاح کې په نظر نېول کېږی .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.