لومړى تعقيب _ کندهار (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د لويې لارې د پوليسو پر يوه قرارګاه شوي ځانمرګي او ډله ييز بريد کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند بهير احمد د لړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو نن سهار وخته د شاوليکوټ ولسوالۍ د چنار په سيمه کې د ملي اردو پر يو قرارګاه د هاموې نظامي موټر په وسيله ځانمرګى بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې تر يادې چاودنې وروسته هلته پر قرارګاه ډله ييز بريد هم وشو او تر څو ساعتونو پورې جګړه روانه وه.
بهير وايي، وروسته چې کله سيمې ته ځمکني او هوايي ځواکونه ورسېدل بريدګر په نږدې کليو او کورونو کې پټ شول او پر ضد يې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
بلخوا د کندهار د پوليسو لخوا په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن