ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالب وسله وال دولت ته تسليم شول

چارواکي : ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالب وسله وال دولت ته تسليم شول

author avatar
9 Nov 2019 - 15:06
چارواکي : ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالب وسله وال دولت ته تسليم شول
author avatar
9 Nov 2019 - 15:06

جلال اباد (پژواک، ١٨ لړم ۹۸): ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال حکومت ته تسليم او خپلې وسلې يې پرځمکه کېښودې.

ياد وسله وال چې د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ملي امنيت رياست کې يې رسنيو ته وښودل شول، پخپلو تېرو کړنو يې پښېماني څرګنده کړه.

د  ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره دغه ولايت کې دولت ته د وسله والو دتسليمېدو پروسه چټکه شوې ده.

دی وايي، تازه ۲۹ تنه داعش او ۷ تنه طالب وسله وال د ملي امنيت رياست په هلو ځلو دولت ته تسليم شول.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ‌‌‌‌‌‌ډګر جنرال نظر  علي واحدي وويل چې په يوځای شويو وسله والو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار،کونړ، فارياب، کندوز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.

دی وايي، يادو وسله والو خپلې وسلې هم دولت ته تسليم کړې او دغه راز امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بريدګرو دوه واسکټونه هم کشف او شن‌‌‌‌‌‌ډ کړي دي.

تسليم شويو وسله والو ويل غلطو تبلغاتو وسله والو سره يو ځای کېدو ته هڅولي و خو کله چې يې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې کړنې وليدې نو د سولېپروسې سره يو ځای شول.

وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.