ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي”

“د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي”

author avatar
10 Nov 2019 - 14:48
“د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي”
author avatar
10 Nov 2019 - 14:48

مزارشريف (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د بلخ يو شمېر ديني عالمان وايي چې په افغانستان کې د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي.

دغه سلګونه ديني عالمان د لړم په ۱۹مه د مزارشريف ښار د روضې جامع جومات کې راټول شوي وو او پر طالبانو او افغان حکومت يې غږ وکړ چې نور جګړه پای ته ورسوي.

ديني عالم مولوي اميرمحمد ضيايي پژواک ته وويل چې روانه اوونۍ د حضرت محمد )ص( د ميلاد په مناسبت د وحدت اوونۍ په نوم نومول شوې او پيغام يې هم دا دی چې مسلمانان له خپلمنځي اختلافاتو راووځي.

هغه زياته کړه چې د اسلام ستر پيغمبر نړۍ ته د ښه ژوند او سولې له پيغام سره راغلی و.

ضيايي زياتوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيو ګټو خوندي کولو لپاره روانه شوې او په خبره يې چې په اسلامي ټولنو کې هر ډول وینه تویېدنه د اسلام سپېڅلي دين له نظره مردوده او ناروا ده.

نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځای د سولې او مذاکراتو مېز ته سره کېني.

د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو په خپلو خبرو کې وويل چې حضرت محمد ص نړۍ ته د ورورولۍ ټينګېدو په موخه راغلی و او هيله يې وکړه چې مسلمانان يې بايد پر کړو وړو عمل وکړي.

نوموړي زياته کړه، په هېواد کې ډېری ټولنيزې ستونزې له دې سرچينه اخلي چې افغانان له اسلامي او ديني مفاهيمو او اصولو سره نا مسوولانه برخورد کوي.

د هغه په خبره، متخاصمې ډلې بايد په افغانستان کې د جګړې پر ځای د دغه هېواد د بيارغونې او پر پښو درېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

دانشجو پر ديني عالمانو هم غږ وکړ چې خلکو ته د اسلام مقدس دين د اساساتو او اصولو په رڼا کې دعوت ورکړي څو تاوتريخوالی راکم شي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان روان ناورين د جګړې له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد ښکېل اړخونه سوله وکړي.

په ورته مهال د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي په خپلو خبرو کې وويل چې د اسلام له نظره د بېګناه خلکو وژل او ځورول مردود دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.