ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بودايي پېر يو تاريخي قاچاق شوى اثر بېرته افغانستان ته تسليم شو

د بودايي پېر يو تاريخي قاچاق شوى اثر بېرته افغانستان ته تسليم شو

author avatar
10 Nov 2019 - 14:17
د بودايي پېر يو تاريخي قاچاق شوى اثر بېرته افغانستان ته تسليم شو
author avatar
10 Nov 2019 - 14:17

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې هانګ کانګ ته د بودايي پير يو تاريخي قيمتي قاچاق شوى اثر افغانستان ته تسليم شوى دى.

د ياد وزارت له خوا د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه تاریخي اثر چې د بودایي پیر له درېیمې تر څلورمې پېړۍ اړوند ګڼل کېږي، په هانګکانګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري ته د افغانستان د یوه خواخوږي ګبریل شاین له خوا تسلیم شو.

سرچينې زياته کړې، پوهاند باوري په دغو مراسمو کې له نوموړي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له ډیپلوماتیکې لارې به یې وستایي.‌

دغه راز باوري ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی څو خپل تاریخي قاچاق شوي اثار بېرته هېواد ته را وګرځوي.

شاین په دغو مراسمو کې ويلي، دغه اثر یې څو کاله وړاندې ترلاسه کړی و او هغه مهال پر دې پوه شوی و چې دا د افغانستان اړوند دی، خو ولې تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وو پيدا شوی چې دغه اثر خپل اصلي ټاټوبي ته وګرځوي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت وايي، دغه اثر د یونیسکو په نړیوال کتاب کې ثبت او راجستر دی او د افغانستان ملي موزیم په کټلاک کې یې هم انځور شته چې دې ته ورته نور اثار هم په ملي موزیم کې شته دي.

سرچينې زياته کړې، همدارنګه دغه اثر د شترک د سیمې له اثارو شمېرل کېږي چې ډېر ژر به هېواد ته ستون او په ملي موزیم کې به نندارې ته کېښودل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.