د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي"

"د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي"

Nov 10, 2019 - 14:48

مزارشريف (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د بلخ يو شمېر ديني عالمان وايي چې په افغانستان کې د جګړې دوام له بهرنيو استخباراتي کړيو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي.

دغه سلګونه ديني عالمان د لړم په ۱۹مه د مزارشريف ښار د روضې جامع جومات کې راټول شوي وو او پر طالبانو او افغان حکومت يې غږ وکړ چې نور جګړه پای ته ورسوي.

ديني عالم مولوي اميرمحمد ضيايي پژواک ته وويل چې روانه اوونۍ د حضرت محمد )ص( د ميلاد په مناسبت د وحدت اوونۍ په نوم نومول شوې او پيغام يې هم دا دی چې مسلمانان له خپلمنځي اختلافاتو راووځي.

هغه زياته کړه چې د اسلام ستر پيغمبر نړۍ ته د ښه ژوند او سولې له پيغام سره راغلی و.

ضيايي زياتوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيو ګټو خوندي کولو لپاره روانه شوې او په خبره يې چې په اسلامي ټولنو کې هر ډول وینه تویېدنه د اسلام سپېڅلي دين له نظره مردوده او ناروا ده.

نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځای د سولې او مذاکراتو مېز ته سره کېني.

د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو په خپلو خبرو کې وويل چې حضرت محمد ص نړۍ ته د ورورولۍ ټينګېدو په موخه راغلی و او هيله يې وکړه چې مسلمانان يې بايد پر کړو وړو عمل وکړي.

نوموړي زياته کړه، په هېواد کې ډېری ټولنيزې ستونزې له دې سرچينه اخلي چې افغانان له اسلامي او ديني مفاهيمو او اصولو سره نا مسوولانه برخورد کوي.

د هغه په خبره، متخاصمې ډلې بايد په افغانستان کې د جګړې پر ځای د دغه هېواد د بيارغونې او پر پښو درېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

دانشجو پر ديني عالمانو هم غږ وکړ چې خلکو ته د اسلام مقدس دين د اساساتو او اصولو په رڼا کې دعوت ورکړي څو تاوتريخوالی راکم شي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان روان ناورين د جګړې له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد ښکېل اړخونه سوله وکړي.

په ورته مهال د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي په خپلو خبرو کې وويل چې د اسلام له نظره د بېګناه خلکو وژل او ځورول مردود دي.

نوموړي وويل چې د افغانستان حکومت مخالفين په عام المنفعه ځايونو کې د چاودنو او بريدونو په کولو سره داسې چارې ترسره کوي چې د اسلام مقدس دين رد کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د اسلام په کوم ځای کې ويل شوي چې تاسې جوماتونه وران کړئ او ديني عالمان ووژنئ.))

هغه له ديني عالمانو وغوښتل چې د روان جنګ پای ته رسولو ته مټې را ونغاړي او هغه کسان وغندي چې له دين څخه د الې په توګه کار اخلي.

د بلخ ديني عالمانو د افغان جګړې له ښکېلو خواوو دا غوښتنه هم وکړه چې تاوتريخوالی کم کړي او يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره رښتيني اقدامات وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement