کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د پکتيا ولايت د درېيو قاضيانو قاتل په لوګر ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوی دی.
دغه قاضيان چې له پکتيا کابل ته روان وو، د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي وو.
د ملي دفاع وزارت له خوا د لړم په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېر ماښام شپږ بجې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې د طالبانو د يوه مهم قوماندان ويس الدين په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، ويس الدين هغه کس و چې درې ورځې مخکې یې د پکتيا درې قاضيان په لوګر کې وژلي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن