ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماليه وزارت: عوايدو کې د تېرکال په پرتله  ١١ ميليارده افغانۍ زياتوالى راغلى

ماليه وزارت: عوايدو کې د تېرکال په پرتله ١١ ميليارده افغانۍ زياتوالى راغلى

author avatar
10 Nov 2019 - 17:18
ماليه وزارت: عوايدو کې د تېرکال په پرتله  ١١ ميليارده افغانۍ زياتوالى راغلى
author avatar
10 Nov 2019 - 17:18

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د مالیې وزارت چارواکي وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په عوایدو کې ۱۱ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلى دی.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین ولید تمیم نن کابل کې په خبري غونډه کې وویل، سږ کال د مالي کال په لسو میاشتو کې ۱۶۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د عوایدو په راټولونه کې ۱۱ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی دى.

د ده په خبره، د ۱۳۹۸مالي کال تر پايه به عوايد ۲۰۰ میلیارده افغانیو ته ورسېږي.

ده زياته کړه، له ۱۳۹۴ـ ۱۳۹۸ کلونو راهیسې هر کال تر خپل ټاکلي هدف څخه د عوایدو برخه کې زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په وینا، د خوراکي توکو لپاره ځانګړى کود رامنځ ته شوى چې نور به په بازار کې په هره بیه ونه پلور شي.

تمیم دغه راز وويل چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به په لوېديځ زون او ننګرهار ولایت کې به ډیجيټلي ترازو رامنځته شي چې له مخې به یې د هر واردېدونکي توکي وزن په مستقيمه بڼه په مرکز کې ثبتېږي.

د ګمرکاتو او عوایدو معین یادونه وکړه چې د فساد د مخنیوي لپاره په ګمرکونو کې سکېنر ماشينونه او کامرې نصب شي ترڅو د درغلیو مخه ونيول شي.

په یاده غونډه کې د ماليې وزارت د عوایدو عمومي ریيس امنې احمدي وویل چې په ۳۳ ولایتونو کې د عوایدو سیستم رامنځ ته شوى چې د دې سیستم له لارې به د مالیې ورکړه او د مالیې تصفیه کېږي.

نوموړې زیاته کړه، د دې سیستم له لارې به تر ۵۰ سلنه زیات ستر مالیه ورکوونکي کسان خپله مالیه ورکوي او د هر مالیه ورکوونکي کس پروفایل به د دې سیستم له لارې له مالیه ورکوونکي سره خوندي وي.

هغې زیاته کړه، اوس مهال له دې سیستم نه په هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار او کندوز کې ګټه اخلي او د مالي کال تر پايه به ټول لوی شرکتونه له دې نه استفاده کوي.

احمدي وايي، له چنګاښ میاشتې راهیسې اوس مهال په ۱۶۸ کاري ساعتونو کې د مالیې تصفیه کیږي.

د احمدي د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰۰ شرکتونو له ۱۳۸۱ کال راهیسې جواز اخیستی او اوس مهال کار نه کوي، نو د دغو شرکتونو چې جواز یې نه دی تصفیه کړی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا به جواز نه ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.