ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسټ انډيز افغانستان ته د کرکټ په دویمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

ويسټ انډيز افغانستان ته د کرکټ په دویمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

author avatar
10 Nov 2019 - 11:17
ويسټ انډيز افغانستان ته د کرکټ په دویمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه
author avatar
10 Nov 2019 - 11:17

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): ويسټ انډيز د کرکټ په دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او د درېيو لوبو لړۍ يې وګټله.

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي.

پرون له غرمې وروسته د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمنځ د دويمې لوبې پچه د ويسټ انډيز لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ويسټ انډيز لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله په لومړيو کې په اسانه منډې ونه شو کړاى خو په وروستيو اورونو کې يې منډې تېزې کړې او په ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٤٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٤٨ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نوين الحق درې، مجيب ځدراڼ، شرف الدين اشرف، راشد خان، محمد نبي او جاوېد احمدي يو يو لوبغاړي وسوځول.

د ملي لوبډلې توپوهونکو د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره يو ځل بيا سمه لوبه ونه کړه او په وقفه يي توګه سوځېدل. د افغانستان ټوله لوبډله په ٤٦ اورونو کې ٢٠٠ منډې جوړې کړې او دغه راز ويسټ انډيز دا لوبه د ٤٧ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز رحمت شاه ٣٣، محمد نبي ٣٢، حضرت ځاځى ٢٢، او شرف الدين اشرف ١٣ منډې جوړې کړې.

لومړۍ لوبه هم ويسټ انډيز ګټلې وه، ټاکل شوې ده د دواړو لوبډلو ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.