د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیکا کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د ارزولو لپاره پلاوی وټاکل شو

پکتیکا کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د ارزولو لپاره پلاوی وټاکل شو

Nov 10, 2019 - 13:43

ښرنه (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): د پکتيکا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې يو شمېر خصوصي روغتونونه مسلکي ډاکران نه لري او نه هم معياري خدمات وړاندې کوي.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني خيرکوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له يو شمېر شخصي کلينيکونو او درملتونونو ليدنه وکړه.

هغه د دغه سفر پر مهال د خصوصي روغتونونو روغتيايي خدمات او د کار جوازونه وليدل چې د ځينو يې کارونه برابر او د ځينو روغتيايي مرکزونو په خدماتو کې ستونزې وې.

څمکني د روغتونونو مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه چې که پر غير مسلکي ډاکتران د ناروغانو معاينه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

والي په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه او متخصصو ډاکترانو  نه شتون يوه لويه ننګونه وبلله چې له امله يې په دغه ولایت کې روغتيايي خدمتونه  منظم پرمخ نه ځي.

هغه په خيرکوټ ولسوالۍ کې يو شخصي روغتيايي مرکز له دې امله وتاړه چې خدمات يې معياري نه وو.

څمکني د ټولې پکتيکا په کچه د عامي روغتيا رياست په چوکاټ کي د يو پلاوي جوړېدو امر وکړ چې ټول روغتيايې مرکزونه له نږدې وګوري او د معياري خدمتونو د پياوړتيا لپاره يې جدي اقدامات ترسره کړي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري هم وويل چي پکتيکا کې که له يوې خوا د درملو کيفيت خراب دی او له بلې خوا يو شمېر خلکو د سوداګرۍ لپاره درملتونونه پرانيستي، قانوني اسناد نه لري او د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

د  پکتيکا ولايت يوه اوسېدونکي عصمت پژواک ته وويل چې په ډېری روغتيايي مرکزونو ښځينه او نارينه متخصص ډاکتران نشته چې  له امله يې د ناروغانو پر وړاندې ستونزې څو چنده زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((خلکو د سوداګرۍ لپاره پر خپل سر روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، متخصص ډاکتران نه لري، معياري خدمات نه وړاندې کوي خو د دولت له خوا يې سمه څارنه نه کېږي.))

بشيراحمد چې د معدې ناروغي لري، وايي په ځلونو روغتيايي مرکزونو او ډاکترانو ته ورغلی خو تر اوسه يې تداوي نه ده شوې.

د نوموړي په وينا، په هر ځل درملو اخيستو او ډاکتر ته په فيس ورکولو ترينه تر ۲۰۰۰ افغانۍ زياتي تللې دي خو ښه شوى نه دى.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالهادي هاشمي پژواک ته وويل چې دوی هم په دې برخه کې کار کړی او لا به هم خپل فعاليت ګړندي کړي څو وړ روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د يادونې ده، اوس هم په پکتيکا کې يوازې يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement