ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي

غني: افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي

author avatar
11 Nov 2019 - 20:24
غني: افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي
author avatar
11 Nov 2019 - 20:24

کابل (پژواک ٢٠ لړم ٩٨): ولسمشر غني د کرنې وزرت د کړنو ارزولو پرمهال ويلي چې افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي او باید د بندونو پر جوړولو او د اوبو پر عادلانه وېش لا زیات تمرکز وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وضعیت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، نن ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د دغه وزارت کړنې او بنیادي اصلاحاتو پلان وارزاوه.

سرچينه زياتوي، په دغه غونډه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د دغه وزارت د وضعیت د ښه والي په اړه د خپلو کړنو راپور او پلان وړاندې کړ.

دوی د کرنې وزارت د لنډمهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې دورنما له هغې جملې د کرنې د ودې او تولیداتو د زیاتوالي، له کروندګرو سره د لا زیات کار، د اوبولګولو بندونو د جوړولو، د کرنې ميکانیزه کولو، د کرنې پر ستراتېژۍ د کار، د کرنې د عوایدو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو صادارتو ته د پاملرنې او وارداتو د کمولو په اړه خپل لیدلوري او نظریات بیان کړل.

ولسمشر غني د دوی د خبرو او یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د کرنې د ودې په خاطر باید په هېواد کې د خپلو اهدافو د تطبیق لپاره څارنه زیاته شي.

هغه د کرنیزو محصولاتو د وارداتو لپاره پر بدیلې طرحې ټینګار وکړ او ويې ویل، افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي او باید د بندونو پر جوړولو او د اوبو پر عادلانه وېش لا زیات تمرکز وشي.

ده وویل، پر ځنګلونو باید اساسي کار وشي او د ځنګلونو د زیاتوالي لپاره دې یو منظم سیستم ایجاد شي، همدارنګه دې د کرنې د ودې لپاره پر پنځه کلن پلان کار وشي او د کرنې دودیزه ډول دې پر اساسي او میکانیزه ډول بدل شي.

اشرف غني د کرنې په برخه کې د پانګونې پر جذب په ټینګار وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت باید له کابل محورۍ او پر بهرنیو مرستو له وابستګۍ راووځي.

هغه څرګنده کړه، د کرنیزو محصولاتو پر ځنځیري ارزښت دې پانګونه وشي چې کرنیز تولیدات زیات شي، همدارنګه دې د کرنې په برخه کې خصوصي سکتور شامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.