ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې د برېښنا غلا او لګښت نه تحویولو د برېښنا شبکې د پراختیا مخه ډب کړې

په سوېل کې د برېښنا غلا او لګښت نه تحویولو د برېښنا شبکې د پراختیا مخه ډب کړې

author avatar
11 Nov 2019 - 19:41
په سوېل کې د برېښنا غلا او لګښت نه تحویولو د برېښنا شبکې د پراختیا مخه ډب کړې
author avatar
11 Nov 2019 - 19:41

کندهار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): چارواکي وايي، په سوېلي ولایتونو کې د برېښنا غلا او پر وخت د برېښنا لګښت نه تحویلول هغه لویې ستونزې دي چې د برېښنا شبکې د پراختیا مخنیوی یې کړی دی.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې "له خلکو سره خبرې" تر سرلیک لاندې په کندهار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار، هلمند او ارزوګان ولایتونو له مخورو، عامو خلکو او مسوولینو ګډون کړی وو او د برېښنا اړوند پر شته ستونزو یې بحث وکړ.

په غونډه کې د درېیو واړو ولایتونو خلکو د برېښنا د اوسني وضعیت او ستونزو په اړه خپلې پوښتنې او غوښتنې مطرح کړې چې د برېښنا شرکت د مرکزي ادارې د مسوولینو له خوا ورته ځوابونه وویل شول او د برېښنا د نوو پروژو اړوند معلومات ورکړل شول.

په پیل کې د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب خبرې وکړې او ویې ویل چې مرکزي اداره دې د کندهار برېښنا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د برېښنا تعرفه لوړه ده او خلک یې د ټيټېدو غوښتنه کوي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې دې ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد پروژې کارونه دې چټک شي.

د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم وویل چې په دې زون کې دې د برېښنا تعرفه را ټیټه شي او خلک په دې برخه کې له ډېره وخته شکایت لري.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د برېښنا په نوو پروژو کې دې له دوی سره مشورې وشي، ځکه تر دې مهاله په دې زون کې د برېښنا د سمون لپاره هومره څه نه دي شوي چې ورته اړتیا ده.

د هلمند ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري هم د برېښنا د تعرفې د ټیټېدو خبره وکړه او ویې ویل چې خلکو له څو ورځو راهیسې په دې تړاو لاریونونه پیل کړي دي.

ده زیاته کړه، په هلمند کې د برېښنا شبکې د پراختیا او غځونې چاره ګړندۍ ده چې د خلکو لپاره ښه زېری دی خو د کجکي بند د برېښنا د دویم فېز کارونه باید چټک شي.

د هلمند ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وویل، په دې ولایت کې دې د ۸۰۰ ټرانسفرمرونو جوړولو ته جدي پاملرنه وشي څو د برېښنا د ضایع کېدو مخنیوی وشي، دغه راز د دې ولایت ناوې او نادعلي ولسوالیو ته دې د برېښنا شبکه وغځول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.