ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د نجونو ترمنځ د کرکټ او فوټبال سيالۍ ترسره شوې

اروزګان کې د نجونو ترمنځ د کرکټ او فوټبال سيالۍ ترسره شوې

author avatar
11 Nov 2019 - 13:58
اروزګان کې د نجونو ترمنځ د کرکټ او فوټبال سيالۍ ترسره شوې
author avatar
11 Nov 2019 - 13:58

ترينکوټ (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د نجونو ترمنځ د فوټبال او کرکټ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ شل ورځې مخکې د اروزګان د پوهنې رياست له خوا په ملالۍ نجونو لېسه کې په لاره اچول شوې وې چې په کې د فوټبال شپږو ټيمونو او شپږ د کرکټ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم همت زي پژواک اژانس ته وویل، دا لومړی ځل دى چې په اروزګان کې د نجونو ترمنځ رسمي سیالۍ ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، د پوهنې ریاست له خوا د يادو سیالیو له ترسره کولو موخه زده کړو ته د نجونو هڅونه او لاسرسی دی او دوی په پام کې لري چې دې ته ورته نور لوبيزې سیالۍ هم په لاره واچوي.

همتزي وويل، په يادو شل ورځنيو سیالیو کې د فوټبال شپږو ټيمونو او بیا د کرکټ شپږو لوبډلو خپلمنځي سیالۍ ترسره کړې دي.

د اروزګان د پوهنې ریاست په داسې حال کې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې هڅې پيل کړې چې د شمېرو له مخې، د دغه ولایت یوازې درې سلنه نجونې زده کړو ته لاسرسی لري.

په یادو شل ورځنیو سیالیو کې لوبېدونکې نجونې هم خوښې دي چې په لومړي ځل يې رسمې سیالۍ ترسره او د یو او بل پر وړاندې ولوبېدې.

د لېسې د نهم ټولګۍ زده کوونکې شفیقې پژواک ته وویل، دا لومړی ځل چې فوټبال په سياليو کې د نورو نجونو پر وړاندې ولوبېدله او له مسوولینو غوښتنه کوي چې دوی ته دې نورې سیالۍ هم په لاره واچوي.

هغې زياته کړه، دوی د لوبو کولو لپاره مناسب لوبغالي نه لري او دغه سیالۍ یې هم په ملالۍ لېسه کې ترسره کړې دې.

د يادې ليسې يوه زده کوونکې لیمه له مسوولینو غواړي چې دوی ته پاملرنه زیاته کړي او ورته زمینه برابره کړي چې په مرکز او یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې سیالۍ ترسره او بریاوې خپلې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.