ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د پلخمري سېلو د بیا فعالولو لپاره لاس په کار شي”

“حکومت دې د پلخمري سېلو د بیا فعالولو لپاره لاس په کار شي”

author avatar
11 Nov 2019 - 15:47
“حکومت دې د پلخمري سېلو د بیا فعالولو لپاره لاس په کار شي”
author avatar
11 Nov 2019 - 15:47

پلخمري (پژواک،۲۰ لړم ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري سېلو چې د هېواد په کچه لومړۍ درجه سېلو وه او پوځيانو او نور دولتي مامورينو ته به په کې وچه ډوډۍ پخېده، له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې يې چارې په ټپه ولاړې دي.

په دې اړه د پلخمري سېلو رييسې نادره نهرينوال د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډاکټر نجيب الله حکومت له ړنګېدو وروسته دې سېلو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغې وويل: ((پخوا په دې سېلو کې له درېيمې درجې وړو د هېواد پوځيانو او نورو دولتي کارکوونکو لپاره ډوډۍ پخېده خو اوس که حکومت لږ مصرف پرې وکړي، امکان لري چې له دويمې او درېیمې درجې وړو څخه دلته ډوډۍ پخه شي.))

نهرينوال وايي، که د هېواد پر سېلوګانو پانګونه وشي، تر ډېره به افغانستان له نورو هېوادونو د وړو له واردولو هم خلاص شي.

هغې زياته کړه: ((ما په دې اړه له حکومت او يوناما دفتر سره خبرې وکړې، خو هغوى راته وويل چې دغه سېلو د وخت شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې او نه غواړي چې لاسوهنه په کې وکړي.))

د دې سېلو يوه کارکوونکي شمس الرحمن پژواک ته وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د دې سېلو په مالي او اداري برخه کې کار کوي.

هغه وايي چې دې سېلو په خپل وخت کې په يوه شپه او ورځ کې د ٦٠ ټنو وړو د توليد وړتيا درلوده چې دولتي مامورينو ته به ورکول کېده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هغه مهال په دې سېلو کې ٣٧٠ کسانو کار کاوه خو اوس يې شمېر ٤١ کسانو ته را ټیټ شوی دی.

ده زياته کړه: ((دا سېلو اوس هم کار کوي، که غنم په کې واچول شي تر سبا پورې ٦٠ ټنه درېيمه درجه وړه توليدولاى شي، خو نه غنم په کې شته او نه هم کارکوونکي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.