کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): د امريکا د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال مارک ميلي ويلي، ځواکونه به يې څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.
ميلي د امريکا له اې بي سي ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې له امريکا څخه بهر د امريکايي عسکرو پر شتون او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې، امريکايي ځواکونه چې له تېرو شاوخوا ١٨ کلونو راهيسې په افغانستان کې دي، څو کاله به نور هم هلته پاتې وي.
جنرال ميلي ويلي: "موږ افغانستان ته د دې لپاره ولاړو چې دغه هېواد بيا د ترهګرو ځاله نه شي او بيا پر متحدو ایالتونو بريد ونه کړي."
د نوموړي په وينا، دغه ماموريت لا بشپړ شوی نه دی او د د بري لپاره یې افغان حکومت او د افغانستان ځواکونه بايد د خپل هېواد د امنيت ساتلو جوګه شي او پرې نه ږدي چې ترهګر يې له هېواده پر نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه پر امريکا بريد وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن