ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ای اېس ای مشر له حمدالله محب سره وليدل

د ای اېس ای مشر له حمدالله محب سره وليدل

author avatar
11 Nov 2019 - 16:21
د ای اېس ای مشر له حمدالله محب سره وليدل
author avatar
11 Nov 2019 - 16:21

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): د پاکستان د استخباراتې ادارې )اى اېس ای) مشر په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلى او د ملي امنيت شورا له سلاکار سره یې ليدلي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس ای) مشر جنرال فيض حميد او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سهيل محمود نن کابل ته راغلي وو.

هغه زياته کړه چې دوى د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره  د دواړو هېوادونو د اړيکو پر نورمالېدو خبرې وکړې.

حقمل وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او په پېښور ښار کې د افغان مارکېټ د شخړې د هوارولو په موخه د يوې تخنيکي کمېټې پر جوړولو موافقه وشوه.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې پر افغان مارکېټ او د ډیپلوماتانو د سپکاوي او ځورولو پر سر خرابې شوې دي.

افغان مارکېټ چې په پېښور کې موقعيت لري او له لسګونو کلونو راهيسې د افغان ملي بانک ملکيت دى، تېره مياشت پاکستاني پوليسو ترې افغان بيرغ ښکته کړ او يو پاکستاني ته چې پرې دعوه یې کړې وه، ورکړه.

دغه راز پاکستان دعوه لري چې ډيپلوماتان يې په کابل کې د افغان استخباراتو له خوا څو ورځې په پرله پسې توګه ځورول شوي.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل د پاکستان د استخباراتو ادارې ته غوښتل شوى او هلته يې سپکاوى شوى دى.

سرچينې وايي چې د پاکستان د استخباراتو مشر نن کابل ته د سفر پر مهال پر دې پېښې بښنه غوښتې ده، خو رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.