د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لومړي ځل لپاره په هېواد کې له ګازو د برېښنا تولید په ازمايښتي ډول پيل شو

د لومړي ځل لپاره په هېواد کې له ګازو د برېښنا تولید په ازمايښتي ډول پيل شو

Nov 11, 2019 - 15:41

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له طبيعي ګازو د برېښنا د توليد دستګاه ازمايښتي فعاليت پيل کړى دى.

د کانونو او پټروليم وزارت له خوا د لړم په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دستګاه د جوزجان په مرکز  شبرغان ښار کې فعاله شوې ده.

سرچينې زياته کړې، له طبيعي ګاز څخه د برېښنا توليد ياده دستګاه چې د (۴۰) ميګاواټه برېښنا توليد ظرفيت لري او پانګونه يې د بيات پاور له خوا شوې، په ازمايښتي توګه يې د برېښنا په توليد پيل کړى دى.

دغه وزارت ويلي چې د یادې دستګاه توليدي برېښنا به د افغانستان د برېښنا شرکت له لارې د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو زرګونه کورنۍ د برېښنا له عظیم نعمت څخه برخمنې کړي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند قدير خان متفي پژواک اژانس ته وويل پر يادې دستګاه ۱۲ ميليونه امريکايي ډالر پانګونه شوې چې د اسيا پراختيايي بانګ هم په کې مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي چې د يادې پروژې په پلې کېدو سره په افغانستان کې له نورو طبیعي ګازو څخه هم د برېښنا د تولید په برخه کې ګټه واخلي.

د یادونې ده، نړیوال بانک د روان ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې له طبیعي زېرمو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې له دوو پروژو سره د مرستې په توګه د ۹۸.۸ ميليونه امریکايي ډالرو ورکولو منظورېدو خبر ورکړ.

دغه بانک ویلي چې له یادو پروژو یې هدف د داخلي منابعو له لارې د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونې هڅول دي.

برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان د خپلې اړتيا ۷۰ سلنه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي او ۳۰ سلنه برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement