ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له خوا د محصول لوړېدل د سمنګان بڼوال هم زیانمن کړي

د پاکستان له خوا د محصول لوړېدل د سمنګان بڼوال هم زیانمن کړي

author avatar
11 Nov 2019 - 15:06
د پاکستان له خوا د محصول لوړېدل د سمنګان بڼوال هم زیانمن کړي
author avatar
11 Nov 2019 - 15:06

ایبک (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): د تېر کال په پرتله د انګورو حاصل شل سلنه ډېر شوی خو د پاکستان له خوا د ګمرکي محصول د لوړوالي له مله د انګورو بیه ۲۱ سلنه ټیټه شوې.
د سمنګان په فېروز نخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د انګورو سوداګریز باغونه شته.
د سمنګان د کرنۍ، اوبو لګونې او مالدارۍ امر محمد عثمان حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په فېروز نخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د انګورو د ۷۴۰۰ جریبه باغونو د حاصلاتو کچه ۲۵زره ټنه اټکل شوې ده چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښیي.
خو نوموړی وویل چې سږ کال په سمنګان کې یو کیلوګرام انګور په ۱۸ او تېر کال په ۲۳ افغانۍ پلورل کېدل.
په سمنګان کې د انګورو بیې لوړېدو اصلي لامل د افغانستان پر مېوو د لوړ محصول وضع کېدل وبلل او د هغه په خبره، دا ستونزه د انګورو په صادراتو کې د کموالي سبب شوې ده.
د انګورو یو سوداګر نصرت الله د انګورو ساتنې لپاره د کافي سړو خونو نه درلودو او د پاکستان له خوا د ګمرکي محصول له لوړېدو شکایت لري او وایي چې پاکستان تېر کال د یوه کرېټ انګورو پر سر سل کلدارې خو سږ کال ۲۰۰ کلدارې محصول اخلي.
د پاکستان له خوا د ګمرکي محصول لوړول د انارو بڼوال، په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې هم زیانمن کړي او د دې لامل شوی چې انار کم صادر شي او بیې یې را ولوېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.