ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزير: د مهترلام ښار امنيت لپاره به ‌‌‌‌‌‌ډير ژر اضافي پوليس دنده پيل کړي

د کورنيو چارو وزير: د مهترلام ښار امنيت لپاره به ‌‌‌‌‌‌ډير ژر اضافي پوليس دنده پيل کړي

author avatar
11 Nov 2019 - 20:22
د کورنيو چارو وزير: د مهترلام ښار امنيت لپاره به ‌‌‌‌‌‌ډير ژر اضافي پوليس دنده پيل کړي
author avatar
11 Nov 2019 - 20:22

جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۸): د کورنيو چارو وزير چې لغمان ته په سفر تللی، د دغه ولايت چارواکو سره يې ليدنه کې ‌‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې د مرکز مهترلام ښار د امنيت ښه والي لپاره به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د نویو  امنیتي حوزو پرسونل خپلې دندې کړي.

نوموړي دغه راز د پخوا په پرتله د لغمان امنيتي وضعيت ښه شوی بللی او په دغه برخه کې یې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو هڅې ستايلې دي.

د لغمان ولايت رسنيو دفتر څخه د لړم په ۲۰مه پژواک اژانس ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو وزير جنرال مسعود اندرابي نن دغه ولايت ته د امنيتي ارزونې په موخه سفر کړی و.

د خپرپاڼي د معلوماتو له مخې، د  کورنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د دوی له زیاتو هڅو وروسته مهترلام ښار لپاره د نویو امنیتي حوزو د تشکیل مسئله حل شوې او په نږدې راتلونکې کې به یې پروسونل په خدمت پیل وکړي.

نوموړي وویل، د امنیتي پوستو او بیزونو د تحکمیاتو په اړه یې ځانګړې بودیجه ترلاسه کړې، چې د ولایت د نظامي شورا له تصویب وروسته به د مرکز او ولسوالیو په کچه ټولې امنیتي پوستې تحکیم کړي او هم به په ستراتېژیکو نقطو کې نوي هغه ایجاد کړي.

په خبرپاڼه کې د لغمان د والي له قوله راغلي چې لغمان کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ ښه رهبري شته، وسله وال سخت ځپل شوي او د الینګار او الیشنګ په استقامت امنیتي کمربندونه ډير پراخه مخته تللي دي.

نوموړی وایي، امنیتي ارګانونه د وضع الجیش د تغیير په اړه هڅې کوي او وسله والو له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

 ننګ دغه راز زیاته کړه چې په دې ولایت کې حکومتداري په خورا ښه شکل پرمخ روانه ده، په مرکز او ولسوالیو کې ټول ښوونځي، روغتونونه او نور خدمات پرانیستي او په ښه شکل ولسونو ته خدمت کوي.

خبرپاڼه زياتوي، د لغمان د ملي امنیت رييس تورنجنرال محمد قاسم عبادي له لوري د لغمان ولایت امنیتي او اوپراتیفي وضعیت تشریح او په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې وشوې.

ده  وویل، په دې ولایت کې د وسله والو روحیه کمزورې شوې او دوی اوس په خورا ټیټ مورال کې دي.

د يادولو وړ ده چې د کورنيو چارو وزير تېره ورځ ننګرهار او نن سهار کونړ ولايت ته هم د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه تللی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.