د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سوېل کې د برېښنا غلا او لګښت نه تحویولو د برېښنا شبکې د پراختیا مخه ډب کړې

په سوېل کې د برېښنا غلا او لګښت نه تحویولو د برېښنا شبکې د پراختیا مخه ډب کړې

Nov 11, 2019 - 19:41

کندهار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): چارواکي وايي، په سوېلي ولایتونو کې د برېښنا غلا او پر وخت د برېښنا لګښت نه تحویلول هغه لویې ستونزې دي چې د برېښنا شبکې د پراختیا مخنیوی یې کړی دی.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې "له خلکو سره خبرې" تر سرلیک لاندې په کندهار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار، هلمند او ارزوګان ولایتونو له مخورو، عامو خلکو او مسوولینو ګډون کړی وو او د برېښنا اړوند پر شته ستونزو یې بحث وکړ.

په غونډه کې د درېیو واړو ولایتونو خلکو د برېښنا د اوسني وضعیت او ستونزو په اړه خپلې پوښتنې او غوښتنې مطرح کړې چې د برېښنا شرکت د مرکزي ادارې د مسوولینو له خوا ورته ځوابونه وویل شول او د برېښنا د نوو پروژو اړوند معلومات ورکړل شول.

په پیل کې د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب خبرې وکړې او ویې ویل چې مرکزي اداره دې د کندهار برېښنا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د برېښنا تعرفه لوړه ده او خلک یې د ټيټېدو غوښتنه کوي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې دې ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد پروژې کارونه دې چټک شي.

د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم وویل چې په دې زون کې دې د برېښنا تعرفه را ټیټه شي او خلک په دې برخه کې له ډېره وخته شکایت لري.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د برېښنا په نوو پروژو کې دې له دوی سره مشورې وشي، ځکه تر دې مهاله په دې زون کې د برېښنا د سمون لپاره هومره څه نه دي شوي چې ورته اړتیا ده.

د هلمند ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري هم د برېښنا د تعرفې د ټیټېدو خبره وکړه او ویې ویل چې خلکو له څو ورځو راهیسې په دې تړاو لاریونونه پیل کړي دي.

ده زیاته کړه، په هلمند کې د برېښنا شبکې د پراختیا او غځونې چاره ګړندۍ ده چې د خلکو لپاره ښه زېری دی خو د کجکي بند د برېښنا د دویم فېز کارونه باید چټک شي.

د هلمند ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وویل، په دې ولایت کې دې د ۸۰۰ ټرانسفرمرونو جوړولو ته جدي پاملرنه وشي څو د برېښنا د ضایع کېدو مخنیوی وشي، دغه راز د دې ولایت ناوې او نادعلي ولسوالیو ته دې د برېښنا شبکه وغځول شي.

نوموړي د دې تر څنګ غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلی شي څو د برېښنا تولیدي سرچینې ډېرې شي.

د اروزګان ولایت مالي او اداري رییس جلیل خان اڅکزي وویل، په دې ولایت کې د برېښنا شبکې د پراختیا اړوند هیڅ کار نه دی شوی.

ده زیاته کړه، د اروزګان اوسېدونکي دا مهال یوازې له حرارتي برېښنا کار اخلي چې تعرفه یې لوړه او د خلکو له توان پورته ده.

ده هم غوښتنه وکړه چې دغلته دې د برېښنا شبکه پراخه شي او د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې دې امکانات برابرا شي.

غونډې ته نورو مخورو او عامو خلکو هم ویناوې وکړې او د برېښنا اړوند یې ورته غوښتنې لرلې.

د افغانستان برېښنا شرکت د مالي او اداري ریاست سرپرست محمد الیاس صمدي د چارواکو او خلکو د غوښتنو او پوښتنو په ځواب کې وویل، په سوېلي ولایتونو کې د برېښنا غلا تر ټولو لویه ستونزه ده چې د برېښنا شبکې د پراختیا مخه یې ډب کړې ده.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې بل خوا د زورواکو له خوا د برېښنا لګښت نه تحویلول هم جدي ستونزه ده.

ده زیاته کړه، برېښنا شرکت د برېښنا د تعرفې لپاره د یوه مناسبې بیې پر ټاکلو کار کوي.

نوموړي کندهار د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه وویل چې چارې یې په چټکۍ روانې دي او دغه راز دغلته د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کارونه هم بشپړ شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرایوي رییس انجنیر امان الله غالب وویل، موږ یو خدماتي بنسټ یو او هڅه کوو غوره خدمتونه وړاندې کړو، موږ شعار نه ورکوو عمل کوو او تاسې کندهار کې زموږ د کړو خدمتونو شاهدان یاست.

هغه زیاته کړه، برېښنا شرکت سب سایډي نه لري او له خپلې پراختیايي بودیجې څخه د برېښنا شبکې، د برېښنا انرژۍ تمدید او د برېښنا کوچنیو شبکو جوړولو چارې پر مخ وړي.

دی وايي، ټاکل شوې ده په هلمند کې د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا تولید انرژۍ شبکه ډېره ژر پیل شي او دې ته باید په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې شبکې جوړې شي، ځکه ددې کچې د جذب لپاره یوازې لښکرګاه ښار بسنه نه کوي.

هغه له خلکو مننه وکړه چې له کابل تر کندهاره یې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي په غځولو کې له دوی سره همکاري وکړه چې له ډېرو ستونزو سره سره بیا هم پر دې پروژې کار روان دی.

د هلمند ولایت د خلکو د غوښتنې په ځواب کې غالب وویل، ایا شونې ده چې برېښنا د تل لپاره وي او په ۶۰ ورځو کې دوه سوه افغانۍ لګښت پرې راشي؟ دا هیڅ شونې نه ده، حتی که یو څراغ هم وي؟

ده زیاته کړه: ((په هلمند کې له ۶۰٪ ډېز ضایعات لرو چې د برېښنا غلا او د لښکرګاه په مسیر کې تخنیکي ستونزې یې لوی لاملونه دي او په دې برخه کې باید ځايي اوسیدونکي له موږ سره ډېره مرسته وکړي.))

ده پر خلکو غږ وکړ، راځئ دوه اړخیزه هوکړه ولرو، تاسو د برېښنا لګښت پیسو راټولولو، د ضایعاتو کچې را ټیټولو او د برېښنا غلو په نیولو کې له موږ سره همکاري وکړئ او موږ به تاسو ته اوږد مهاله دایمي او آرزانه برېښنا درکړو.

دغه راز ده ټينګار وکړ چې د برېښنا اړوند ټولنیزو ستونزو د حل لپاره دې یوه لویه شورا جوړه شي.

هغه وویل: ((دا مهال د کندهار صنعتکاران د برېښنا شرکت۷۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي، په هلمند کې زموږ د پور کچه ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته رسیدلې، په دغسې حالت کې موږ کولای شو د برېښنا شبکې ته پراختیا ورکړو؟))

نوموړي ومنله چې په اروزګان او زابل ولایتونو کې له بده مرغه د برېښنا په برخه کې کم کار شوی خو یادونه یې وکړه چې د وارداتي برېښنا له نښلېدو سره به دا ستونزه حل شي.

ده د خلکو له خوا د وروستیو احتجاجونو په غبرګون کې یادونه وکړه چې د دفترونو د دروازو په تړلو او اعتراضونو ستونزه نه حل کیږي، باید د یوې ګډې هوکړې او خبرو له لارې ستونزې حل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement