ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتیا او کندوز کې ۱۸ طالبان وژل شوي

چارواکي: پکتیا او کندوز کې ۱۸ طالبان وژل شوي

author avatar
11 Nov 2019 - 14:09
چارواکي: پکتیا او کندوز کې ۱۸ طالبان وژل شوي
author avatar
11 Nov 2019 - 14:09

ګردېز- کندوز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): حکومتي مسوولين ادعا کوي چې په پکتيا او کندوز ولايتونو کې د عملياتو او د ماين چاودنې پر مهال د څلورو پاکستانيانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ځاځي اريوب ولسوالۍ په روکيانو سيمه کې د طالبانو پر درېيو مهمو پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د احمدخېلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي ميرزا جان، د اريوب ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان الله نور او د قاري حبيب په نوم د يوه سرګروپ په ګډون اووه طالبان وژل شوي دي.

حسرت زياتوي چې تېره شپه د زرمت ولسوالۍ اړوند د شيني په سيمه کې هم افغان ځواکونو هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، تېر مازديګر د څمکنيو ولسوالۍ اړوند د اندړو په سيمه کې څلور ماين خښوونکي طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

هغه وايي: ((دغه وژل شوي څلور واړه پاکستانيان دي چې د طالبانو په ملتيا دې سيمې ته راغلي وو.))

د حسرت په وينا، په يادو بريدونو کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندوز کې هم څو طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال هادي جمال پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د علي اباد ولسوالۍ په حاجي محراب سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.