کندهار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): په کندهار کې پولیسو اته وسله وال د هدفي وژنو، ماین خښولو او ورانکارۍ په تور نیولي دي.
دغه کسان نن د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وښودل شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، له دې ډلې څلور غلچکي بریدګر دي چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ملکي او نظامي مامورین په نښه کړي او وژلي، دوه ماین خښوونکي او دوه جنګي طالبان دي.
له غلچکي بریدګرو سره دوه میله تومانچې هم نیول شوې چې په هدفي وژنو کې یې ترې کار اخیست.
د ده په خبره، نیول شوو کسانو خپل جرمونه منلي او دوسیې به یې اړوندو څارنوالیو ته واستول شي.
بارکزی وايي، امنیتي ځواکونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې خپل عملیات ډېر کړي څو د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی وشي.
دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی و او خلک یې اندېښمن کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن