ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ٢،٣ ميليونه ډالرو په لګښت دوه سړکونه جوړ شول

بلخ کې د ٢،٣ ميليونه ډالرو په لګښت دوه سړکونه جوړ شول

author avatar
12 Nov 2019 - 16:51
بلخ کې د ٢،٣ ميليونه ډالرو په لګښت دوه سړکونه جوړ شول
author avatar
12 Nov 2019 - 16:51

مزارشريف (پژواک، ۲۱لړم ۹۸): په بلخ ولايت کې د څه دپاسه دوه ميليونه ډالرو په لګښت د دوو سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د دغه ولايت د کليو او پراختيا ادارې رييس باسط عيني د لړم په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه سړکونه د مزارشريف ښار په سجاديه ښارګوټي او دهدادي ولسوالۍ کې موقعيت لري.

ده زياته کړه، په سجاديه ښارګوټي کې ۳،۷ کيلومټره سړک او په دهدادي ولسوالۍ کې ۱،۵ کيلومتره سړک له پخولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په خبره، د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره شاوخوا لس زره کورنيو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه رسېږي.

عيني وويل، په يادو دواړو پروژو ۲،۳ ميليونه ډالر لګښت راغلی چې د المان هېواد له خوا ورکړل شوى دى.

د بلخ د کليو او پراختيا رييس دا هم وويل چې ياد سړکونه د يوه کال په موده کې رغول شوي، چې په ابادۍ کې يې خلکو هم ونډه اخيستې ده.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر دغو مراسمو ته په خپلو خبرو کې د المان له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل، المان حکومت په سختو شرايطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی چې د افغانستان خلک به يې مرستې هېرې نه کړي.

په مزارشريف کې د هوايي ډګر د ترمينل جوړول، د بلخ د ملکي روغتون بيارغونه، د لويو واټونو او سړکونو جوړول، په تېرو کلونو کې د المان له خوا هغه تطبيق شوې پروژې دي چې د بلخ والي يې ارزښتمنې بولي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو هېوادونو په مرسته د جوړو شويو تاسيساتو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د سجاديه ښارګوټي اوسېدونکي محمد عيسی پژواک ته وويل، ۱۷ کاله کېږي چې په دغه سيمه کې يې کور اباد کړی و؛ خو د جوړ سړک نه موجوديت يې لويه ستونزه وه.

نوموړي له افغان حکومت او المان هېواد څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې ته يې رسېدګي وکړه او سړک يې ورته جوړ کړ.

د بلخ د کليو او پراختيا ادارې رييس وايي، ياده اداره په پلان کې لري د مزارشريف شاوخوا سيمو کې خلکو ته د اسانتيا رامنځته کولو په موخه يو شمېر نورې ټولګټې پروژې هم تطبيق کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.